لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوښار د اته کلنې ماشومې عوض نور د وژنې په تور دوه تنه نیول شوي


واشنګټن ــــ د خیبرپښتونخوا په نوښار ضلع کې د اته کلنې ماشومې عوض نور د وژنې په تور پولیسو دوه تنه نیولي، چې یوه پکې پر خپل جرم اعتراف کړی دی او عدالت هغه د دوه ورځني بدني ریمانډ لپاره پولیسو ته سپارلی دی.

د نوښار د زیارت کاکا صاحب د کلي اوسېدونکې عوض نور د تېرې شنبې- خالي په ورځ‌ له خپلې کشرې خور سره د دیني سبق لپاره تللې وه، خو تر ماښامه کور ته ستنه نه شوه چې کورنۍ یې پولیسو ته خبر ورکړ خو پولیسو هغه ونه موندله او کورنۍ پخپله په موندلو بریالي شول چې وژل شوې وه او د هغې د وژنې په شک یې دوه تنه پولیسو ته په لاس ورکړل.

دغه دواړه نیول شوي کسان د نهې- سه شنبې په ورځ‌ په نوښار کې عدالت ته وړاندې کړل شول، چې عدالت ته د بیا ورکولو په وخت د ابدار په نوم یوه تورن کس- چې عمر یې 18 کاله ښوول شوی- دا منلې چې ماشومه عوض نور یې وژلې ده.

د نوښار د پولیسو مشر کاشف ذوالفقار د تورنو کسانو تر نیولو وروسته یوې خبري غونډې ته- چې تورن کسان یې هم پکې رسنیو په پټ مخ رسنیو ته ښکاره کړل- وویل، چې د نجلۍ غاړه خپه کړل شوې او تر وژل کېدو وروسته د اوبو ټېنکۍ ته غورځول شوې:

"تر اوسه چې کوم لومړني طبي نتایج مخې ته راغلي داسې نه ښکاري چې پر هغې دي جنسي تېری شوی وي خو دا به هغه وخته ښه معلومه شي چې د ډي این اې رپوټ بشپړ نتایج را ورسېږي".

د عوض نور پلار اسجد جهان له تېرو اوو کلونو په سعودي‌ عرب کې مسافر دی، خو د هغې تره ریاض علي شاه کاکاخېل وایي، تورن کس له دوی سره د نجلۍ په موندلو کې مرسته کوله خو وروسته دوی پوه شو چې هغه پخپله د هغې په وژنه کې لاس لري.

"کله چې ماښام شو او جینۍ رانغله نو د هغې د نیکه او نیا په کورونو کې مو ولټوله خو هلته نه وه، بیا مو په جومات کې اعلان وکړ او پلټنه مو ورپسې پیل کړه، دغه هلک [ابدار] هم راسره لټوله، خو موږ یې خطا کولو کله به یې ویل ما هلته ولیدله کله به ویل دلته مې ولیدله، خو بیا د جینۍ بلې ماشومې خور موږ ته وویل چې همده عوض نور وړې وه".

د عوض نور تره وایي، د تورن کس تر نیولو وروسته یې چې له هغه پوښتنې وکړې نو هغه ورته وویل چې د رفیق په نوم یو ۳۵ کلن ټیکسي وال هم ورسره ملګری وو او هغه یې هم ونیو او بیا یې پرېکړه وکړه چې قانون په خپل لاس کې وانخلي او دواړه یې پولیسو ته وسپارل.

د خیبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان نن د نهې- سه شنبې په ورځ د وژل شوې ماشومې کور ته ورغلی او خلکو ځنې پوښتلي وو چې څه موده مخکې هم په نوښار کې د متاهل په نوم ماشومه تر جنسي تېري وروسته وژل شوې وه خو قاتلین یې ونه نیول شول.

د خلکو په جواب کې وزیراعلی ویلي چې ډېر ژر به پر ماشومانو د جنسي تېري د مخنیوي او د هغو وژونکو ته د سزا لپاره سخت قانون جوړ کړي.

د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې وايي، د 2019م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري 1300 پېښې رپوټ شوې دي او په 2018م کال کې تر څلور زره زیاتې پېښې رپوټ شوې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

رپورټ: پاکستان کې په تيره يوه میاشت کې 68 امنيتي عسکر وژل شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG