لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په قطر کې د زلمي خليلزاد ترڅنګ د سکاټ ملر سره لیدلي دي


طالبانو ويلي، په قطر کې يې د افغان سولې دپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ترڅنګ په افغانستان کې د امریکا او نړيوالو ځواکونو د مشر جنرل سکاټ ملر سره ليدلي دي.

په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې وياند سهېل شاهين په ټويټر ويلي، نن (د نهې، سه شنبې) په ماښام د ملا برادر، شیر محمد عباس ستانکزي او مولوي امیرخان متقي، له ډاکټر زلمي خلیلزاد او جنرال سکاټ میلر سره لیدلي او دواړو طرفونو د راتلونکو اقداماتو په اړه تفصیلي خبرې کړي دي.

شاهين ویلي، د مذاکراتي ټیمونو ګډې ناستې به سبا (نن د شورو، چهارشنبې په ورځ) دوام ولري.

د وي او ای اردو د خبر ترمخه پخواني افغان څارنوال مولوي جلال الدين شينواري وي او ای ته ويلي چې د دواړو ډلو ترمنځ په خبرو کې د سولې د تړون د نېټې او ځای په اړوند خبرې شوي دي.

هغه ويلي د سولې د تړون په غونډه کې به د سیمې هېوادونه او په دې عمل کې شامل سهولت کارو ته بلنه ورکولی شي.

پينځه ورځې وړاندې شاهين ويلي ؤ، د امریکايي مذاکراتي ټيم سره یې ليدلي او "د توافقنامې د لاسلیک او اړوند مراسمو په هکله یې خبرې کړې دي".

افغان دولت له دغې ناستې وروسته ويلي ؤ چې د جګړې د ختمېدو دپاره په افغانستان کې اوربند نه وي اعلان شوی د سولې تړون به کومې نتيجې ونه لري.

دا تازه پرمختګونه په داسې حال کې روان دي چې په وروستيو کې پاکستان ویلي طالبانو خوښي څرګنده کړې چې په افغانستان کې د تشدد لړۍ راکمه کړي.

په عېن حال کې د سویلي اسيا دپاره د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت استازې اېلس وېلز د پاکستان په سفر ده او د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د سویټزرلېنډ په ډېووس ښار کې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان سره ليدلي، د افغانستان، تجارت او کشمير ترڅنګ یې ورسره په اړونده نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG