لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دفاع وزارت: په جاسوسۍ تورن د بې درکه خلکو وکیل انعام الرحیم په څو شرطونو خوشي کېدای شي


واشنګټن ــــ د پاکستان د دفاع وزارت د پوځ له خوا له خپل کوره د اوچت کړل شوي پخواني کرنل او د بې درکه خلکو د وکیل انعام الرحیم په اړه عدالت ته ویلي چې هغه ناروغه دی خو وایي هغه په جاسوسۍ تورن دی ځکه نو په څو شرطونو خوشي کېدای شي.

سرکاري وکیل په تېره اورېدنه کې عدالت ته په وینا کې پر انعام الرحیم له یوه جاسوسي نیټورک سره د تړلو تور پورې کړی او هغه یې جاسوس بللی وو. سرکاري وکیل انور منصور خان عدالت ته ویلي، چې "رحیم د [پاکستان] د ایټمي وسلو، د ای ایس ای [استخباراتي ادارې] او د ځینو خلکو په اړه معلومات لرل".

د شورو- چارشنبې په ورځ په سپریم کورټ کې د حکومت پر هغه درخواست اورېدنه وشوه چې د لاهور هایکورټ په ضد یې عدالت ته ورکړی وو. د لاهور هایکورټ درې کسیز بینچ د جنورۍ په پیل کې ویلي وو، چې انعام الرحیم په غیرقانوني توګه نیول شوی او ژر دې خوشي کړل شي.

د اورېدنې په مهال سرکاري وکیل انور منصور خان عدالت ته وویل چې بندي وکیل انعام الرحیم ناروغه دی او څو ځله د علاج لپاره روغتونونو ته وړل شوی دی. سرکاري وکیل عدالت ته باور ورکړ، چې هغه به خوشي شي خو که وکیل یې دفاع وزارت ته د هغه پاسپورټ او د لیپټاپ پاسورډ ور وسپاري.

د پینډۍ اوسېدونکي انعام الرحیم په پاکستان کې د جبري بې درکه او د پوځیانو په وژنه کې د تورنو کسانو وکالت کاوه. د بې درکه خلکو د حقونو لپاره کارکوونکي تنظیمونه تور لګوي چې د دې هېواد په پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د زرګونو خلکو په بې درکۍ کې د هېواد ا منیتي ادارې لاس لري خو امنیتي ادارې دا تورونه په کلکه ردوي.

سرکاري وکیل دوه نور شرطونه دا وړاندې کړي چې وکیل انعام الرحیم باید په دې خبره رضا شي چې له اسلام اباد او راولپینډۍ ښارونو بهر به نه ځي او د ده په اړه په پلټنو کې به له حکومت سره مرسته کوي.

نومیالی وکیل او د پېښور هایکورټ د وکیلانو د تنظیم مشر لطیف اپریدی وایي، عدالت یواځې د ترهګرۍ په مقدمو کې شرطیه ضمانت ورکولای شي، خو وایي پر انعام الرحیم د پټ سرکاري دستاوېز د ښکاره کولو تور دی‌ او په داسې تورونو کې دومره شرطونو ته اړتیا نه وي:

"دې سړي د جنرل پروېز کیاني‌ د ورور خلاف شکایتونه کړي وو، هغه ته د دوایانو ټېکه ورکړل شوې وه چې پوځي هسپتالونو ته به دوایانې ورکوي خو هغه دوایي دوه نمبره وه، د هغه خلاف ده پوځیانو ته لیکل کړي‌ دي".

د بې درکه خلکو وکیل او د پاکستان د وکیلانو اتحادیې ته د پوځي قانون د مسودې د ورکولو په تور د بندي انعام الرحیم قانوني سلاکار عدالت ته ویلي چې که څه هم مؤکل یې تر یوې میاشتې زیات په بند کې تېره کړه، خو وایي د حکومت شرطونو منلو ته تیار دی.

عدالت بیا د انعام الرحیم وکیل ته امر کړی چې د هغه پاسپورټ ور وسپاري او له حکومت سره په پلټنو کې مرسته وکړي. عدالت باور ورکړی چې د لاهور هایکورټ د پرېکړې خلاف د حکومتي درخواست اورېدنه به د انصاف په بنیاد کېږي.

عدالت د انعام الرحیم د خوشي کېدو څه امر نه دی کړی خو د مقدمې اورېدنه د دوو اوونیو لپاره ځنډولې ده.

د وکیل انعام الرحیم زوی حسنېن انعام د دسمبر پر ۱۷ مه رسنیو ته ویلي وو، چې له اتو تر لسو پورې کسان په تورو جامو کې- چې د پاکستان بیرغونه یې هم پر مټو ټومبلي وو- د شپې مهال د دوی کور ته ور ننوتل او د ده پلار یې په زوره له ځان سره بووت.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG