لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په کلا عبدالله سیمه کې د پولیو یوه نوې پېښه مخې ته راغلې


واشنګټن ــــ په بلوچستان کې د پوليو د ايمرجنسي اپرېشن مرکز په صوبه کې د پولیو د يوې نوې پېښې تصديق کړی دی او وایي چې دا پېښه د کلا عبدالله ضلعې په يونين کونسل حبيبزۍ کې مخې ته راغلې ده.

د پولیو د مخنیوي د سرکاري مرکز ویاند ډاکټر آفتاب کاکړ وایي، دې اتلس میاشتنۍ ماشومې ته درې ځله د پولیو په ضد څاڅکي هم ورکړل شوي وو،‌ خو وایي په سیمه کې د پولیو وایرس د موجودګۍ له کبله دغه ماشومه وایرس اغېزمنه کړې ده:

"درې واره یې د پولیو وېکسین اخیستی دی خو موږ به یې معاینه کوو چې په وینه کې قوتِ مدافعت څومره دی، دا خلک له کلا عبدالله څخه د پنجاب اوکاړې ښار ته تللي‌ وو له هغه ځایه رپوټ‌ شوی دی".

له دغې نوې پوليو پېښې سره په ضلع کلا عبدالله کې سږ کال دا دا دویم او په ايالت کې دویم کېس دی. تر دې وړاندې هم په چمن او جعفر اباد سیمو کې دوې‌ پېښې رپوټ شوې وې. ډاکټر آفتاب کاکړ وایي:

"دلته وایرس لا موجود دی، په افغانستان کې هم لا پولیو شته او خلک تګ راتګ کوي، دلته په کلا عبدالله کې هم ډېر داسې کوچنیان شته چې په هر کمپېن کې له موږه پاته شي، څنګه چې دغه کوچنی دباندې تللی دی داسې ډېر نارینه په کورونو کې موجود نه وي نو کورنۍ یې انکار کوي".

په پاکستان کې په 2019م کال کې 134 پېښې مخې ته راغلې وې چې تر ټولو زیاتې 92 په خیبرپښتونخوا،‌ 25 په سیند، 9 په بلوچستان او اته په پنجاب کې رپوټ شوې وې.

سږ کال په ټول پاکستان کې د پولیو د پېښو شمېر څلورو ته ورسېد چې یوه د خیبرپښتونخوا د لکي مروت ضلعې په سرای نورنګ او درې په بلوچستان کې یوه په جعفراباد، یوه په چمن او وروستۍ په کلا عبدالله کې مخې ته راغله.

د روغتیا نړیوالو ادارو د پولیو په حواله په بلوچستان کې درې ضلعې حساسې اعلان کړې دي، چې په هغوی کې کلا عبدالله، پښین او مرکز کوټه شامل دي. په دغو سیمو کې په ګنده نالیو کې د پولیو د وایرس تصدیق هم هره میاشت د دغو روغتیایي ادارو له خوا کېږي.

د بلوچستان د پولیو د مخنیوي مرکز او د روغتیا وزارت وایي، په صوبه کې د تېر کال د زیاتو پولیو‌ پېښو د مخته راتګ لوی سبب دا دی چې اکثر کورنۍ خپلو ماشومانو ته د څاڅکو له ورکولو انکار کوي، وایي د خلکو د قانع کولو لپاره هڅې کوي او په دې اړه د دیني عالمانو له خوا هم خلکو ته پوهه ورکوي خو وایي بیا هم ځینې خلک نه غواړي خپلو ماشومانو ته دغه څاڅکي ورکړي چې له کبله یی د پولیو نوې پېښې مخې ته راشي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG