لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د سفري بندیز لیست ته نور هېوادونه هم زیاتوي


واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، اداره یې دې ته ځان تیاروي چې امریکا ته د سفري بندیز د هېوادونو په لیست کې یو شمېر نور هېوادونه هم ور زیات کړي.

ټرمپ د سویس په ډېوس ښار کې خبریالانو ته وویل:

"تاسو وینۍ چې په نړۍ کې څه روان دي، زمونږ هېواد باید خوندي وي."

ټرمپ ددغو هېوادونو شمېر او نوم یاد نه کړ خو دومره یې وویل، چې په دې اړه نور مالومات به ژر اعلان شي.

دا مهال امریکا ته له ایران، لیبیا، سومالیا، سوریې، یمن، وینزویلا او شمالي کوریا څخه د خلکو په راتګ باندې یو شمېر محدودیتونه دي.

ټرمپ د نړۍ د اقتصادي مجمع د غونډې له پای ته رسولو وروسته په یوه خبري کانفرانس کې دده په وړاندې د مواخذې د روان بهیر په اړه وویل، چې دا دده په وړاندې هسې یو چل دی.

ټرمپ همدارنګه هیله څرګنده کړه چې له اروپايي ټولنې سره به د سوداګرۍ په یو تړون باندې موافقې ته سره ورسېږي او وویل چې په دې اړه به مذاکرات پیل شي.

عراق:

ټرمپ تر دې وړاندې د شورو یا چهارشنبې په ورځ په عراق باندې راتلونکي بندیزونه رد نه کړل خو دده په وینا چې " ډېرې ښې اړیکې" ورسره لري.

کله چې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه له ټرمپ څخه وپوښتل شول نو هغه وویل:

"مونږ به ګورو چې څه پېښېږي ځکه مونږ باید کارونه زمونږ په شرایطو وکړو.

د عراق پارلمان داسې یوه قانوني مسوده پاس کړې په کومه کې چې له حکومت څخه غوښتل شوي دي چې امریکايي ځواکونه دې له هېواد څخه وباسي.

ټرمپ ددغې غوښتنې په ځواب کې د ګواښ په توګه وویل، چې له عراق څخه به تر هغو نه وځي تر څو امریکا ته د جوړې کړې هوايي اډې لګښت بېرته ور نه کړل شي.

هغه د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، ۵۰۰۰ سرتیري په عراق کې پاتې دي او دده اداره به د هغوی د راتلونکې په اړه پرېکړه کوي.

سوداګري:

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سویس په ډېوېس ښار کې د نهې یا سې شنبې په ورځ د نړۍ اقتصادي غونډې ته په وینا کې د دوو سترو اقتصادي معاملو په اړه وغږېده او وویل چې امریکایان بیا په بې ساري توګه ګټونکي دي.

ټرمپ د خپلو خبرو په دوام د منځنۍ کچې کارکونکو او کمپنیانو د بریا، له چین سره د سوداګرۍ د لومړي پړاو لاسلیکول او هم په سېنېټ کې له کاناډا او مکسیکو سره د نوي سوداګریز تړون لاسلیک کول یاد کړل.

دغه خبرې څو ساعته مخکې له دې وشوې چې د هغه د مواخذې بهیر د امریکا په سېنېټ کې پیل شو.

خو ټرمپ په خپل حقوقي ټیم باندې باور څرګند کړ او وویل چې "مونږ ښه کېس لرو."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG