لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ هند ته تر تګ مخکې له عمران خان او اشرف غني سره لیدلي خو د پاکستان د سفر اړتیا نه ویني


واشنګټن ــــ د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په داسې حال کې د پاکستان له وزیراعظم او د افغانستان له ولسمشر سره لیدلي، چې تمه کېږي د فرورۍ په وروستیو کې به هند ته سفر وکړي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي پاکستان ته د ورتګ خبره یې هم کړې ده.

د امریکې او افغانستان ولسمشرانو نن د سویټزرلېنډ په ډېووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې سره لیدلي او د افغان سولې تر څنګ یې د سیمې پر امنیتي حالاتو هم تفصیلي خبرې کړې دي. ولسمشر غني تر دې لیدنې وروسته د افغانستان په اړه په یو بحث کې ویلي:

"زه له ولسمشر ټرمپ‌ سره په معاملاتو کې ستونځه نه لرم، زه له هغو څو مشرانو یم چې له ولسمشر ټرمپ سره ښې اړیکې لري، زموږ نننۍ خبرې هم ډېرې ښې وې ځکه چې زه خپلې اړیکې د لومړیتوبونو په بنیاد جوړوم".

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر غني د لیدنې په اړه ډېر تفصیل نه دی ورکړی خو وایي په دې لیدنه کې پر هغو موضوعاتو هم خبرې شوې چې کابل ته د ولسمشر ټرمپ د وروستي سفر په مهال په بګرام هوایي اډه کې د دواړو تر منځ‌ شوې وې.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرون د جنورۍ پر ۲۱مه له وزیراعظم عمران خان سره هم د ډېووس د اقتصادي غونډې په وخت لیدلي چې ویل کېږي شاوخوا یوه ګنټه یې پر دوه اړخیز تجارت، افغان سولې، د کشمیر پر شخړه او د ایف اې ټي ایف له خړ لیسټه د پاکستان د را ایستلو پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قرېشي د شورو- چارشنبې په ورځ‌ ویلي، ولسمشر ټرمپ عمران خان ته باور ورکړی چې ډېر ژر به د پاکستان سفر وکړي خو دا یې نه دي ویلي چې آیا د دې سفر بلنه عمران خان ورکړې که ولسمشر ټرمپ له خپلو د پاکستان د سفر اراده څرګنده کړې ده.

ولسمشر ټرمپ او سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې پاکستان ته به کله سفر کوي خو له عمران خان سره د لیدنې په مهال د یوې خبریال د پوښتنې په جواب کې- چې پاکستان ته به سفر وکړي که نه- ولسمشر ټرمپ ویلي:

"موږ دا دی اوس دلته راغلي یو، نو حقیقت دا دی چې بیا شاید لیدو ته اړتیا نه وي".

ولسمشر ټرمپ ویلي له پاکستان سره یې د عمران خان په وخت اړیکي تر بل هر وخت ښې شوې دي او یو ځل بیا یې ویلي چې د هند او پاکستان تر منځ‌ به د کشمیر پر شخړه منځګړتوب وکړي.

عمران خان له ولسمشر ټرمپ سره په پرونۍ ناسته کې ویلي وو،‌ چې د دواړو تر منځ‌ د خبرو یوه مهمه موضوع د افغان سولې بهیر وو، وایي امریکا او پاکستان په دې برخه کې دواړه همږغي دي او دواړه غواړي چې په افغانستان، پاکستان او سیمه کې امنیت راشي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG