لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: که طالبان سوله وکړي ولس به یې ومني


د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي واک ته د رسېدو لپاره دې د طالبانو مشران له سولې څخه د یوې وسیلې په توګه نه، باید ګټه واخلي.

ولسمشر اشرف غني د سويټزرلېنډ په کوربتوب د اقتصادي نړیوالې غونډې په څنډه کې په یوه جوړه شوې ناسته کې د خبرو پرمهال ویلي که طلبان سوله وکړي افغان ولس یې منلو ته چمتوالی لري.

نوموړی وايي که د طالبانو موخه د موجوده نظام نسکورول وي پرضد به یې افغان حکومت او ولس ودریږي.

اشرف غني په افغانستان کې د طالبانو له لوري د روانې جګړې په تړاو ویلي د دې ډلې وسله وال له جګړې ستومانه شوي او په وینا یې د هغوی مشران نه باید قدرت ته د رسیدو لپاره سوله دیوې وسلې په توګه وکاروي.

ولسمشر اشرف غني له افغانستان څخه دنړیوالو ځواکونو د وتلو په اړه ویلي دا ځواکونه د افغانستان او امریکا او ناټو ترمنځ د شویو تړونونو له مخې میشت دي او کېدلی شي چې د همدې شویو هوکړو له مخې یې شمېر کم یا زیات شي.

افغان ولسمشر د یوې پوښتنې په ځوا ب کې ویلي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د تیر په پرتله پیاوړې شوي او د هوايي ځواکونو په شمیر کې درې برابره او همداراز د ځانګړو افغان ځواکونو په شمیر کې دوه برابره زیاتولی راغلی دی.

ولسمشر دې خبرې ته هم اشاره وکړه که امریکايي پوځيان له افغانستان ووځي پر افغان ځواکونو به يې خاص اغېز ونه کړي خو نوموړي دا خبره هم وکړه چې له سیمې د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره دې زمینه برابره شي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايی د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره یې اړیکې ښه دي او د چارو په پرمخ وړولو کې له هغه سره هیڅ ستونزه نه لري په وینا یې له واشنګټن سره یې اړیکې د هغو لومړیتوبونو له مخې منظمې کړي چې ټرمپ له خپل ولس سره ژمنه کړې.

ولسمشراشرف غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې طالبانو په دې وروستیو کې ویلي د سولې په تړاو یې د تاوتریخوالي د کمیدو لنډ مهاله طرحه یې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد ته سپارلې ده.

په دې وروستیو کې طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي د تاو تریخوالي په تړاو په سپارل شوې طرحه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تحفظات لري په دې کې له طالبانو د وضاحت غوښتنه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG