لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پوليو څلور نورې پېښې مخې ته راغلي


په پاکستان کې د پوليو تازه څلور نورې پېښې رپوټ شوي چې پکې دوه د روان ۲۰۲۰م او دوه د ۲۰۱۹م کال دي، په تازه پېښو کې يوه په خېبرپښتونخوا او نورې په سيند صوبه کې مخې ته راغلي دي.

د تازه پېښو مخې ته راتلو سره په ۲۰۲۰م کې د پوليو د پېښو شمېره څلورو او د ۲۰۱۹م شمېره ۱۳۹ ته ورسېده.

د چارواکو په وېنا د روان کال په تازه پېښو کې يوه د خېبرپښتونخوا په لکي مروت او بله د سيند صوبې په سجاول علاقه کې رپوټ شوې ده.

پرون دوه نورې پېښې د ۲۰۱۹م رپوټ شوي چې دواړه د سيند صوبې د قمبرشهداد کوټ او دادو علاقو نه مخې ته راغلي دي.

ٖپه لکي مروت کې روان کال د پوليو دوه پېښې رپوټ شوې او تېر کال هم دغه ضلع پوليو تر ټولو زياته ځپلې وه.

په پاکستان کې د پوليو په پېښو کې سېوا والی وروسته له هغې مخې ته راغلی چې تېر کال په پېښور کې د پوليو څاڅکو په اړوند ويل شوي چې ماشومان يې ناروغه کړي خو چارواکو وروسته ویلي ؤ دغه غلطه پروپېګنډه شوې وه.

له دغې وروسته بيا د چارواکو په وېنا د پوليو ضد څاڅکو په کمپاين بدې اغېزې شوې او ډېری خلکو خپلو ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو څخه انکار کړی ؤ.

خو اوس چارواکي وايي دا شمېره بیرته راکمه شوې او په کمپاين کې اوس زیاتره هغه ماشومان پاتې شي چې د کمپاين په مهال په کورونو کې موجود نه وي.

په خېپر پښتونخوا کې د ۱۳م نه ۱۷ جنورۍ پورې په اته ضلعو چارسده، مردان، صوابۍ، سوات، بونېر، مومند، ملاکنډ او نوښار کې د پوليو ضد څاڅکو ځانګړی کمپاين شوی او د ۲۱ لاکه پورې ماشومانو ته پکې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو ويل شوي وو.

چارواکو ويلي ؤ په دغه شمېره کې ۳۹ زره ماشومان پاتې شوي خو په دوی کې زياتره په کورونو کې موجود نه وو ځکه پاتې شوي وو.

چارواکي وايي اوس په ۲۷م جنورۍ د خېبرپښتونخوا په ۱۵ ضلعو مومند، باجوړ، خېبر، چارسده، پېښور، مردان، نوښار، صوابۍ، بونېر، ملاکنډ، سوات، تورغر، بنو، کوهاټ او لکۍ مروت کې درې ورځنی بل کمپاين پېل کيږي چې پکې به د څلور ملينو نه زیاتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG