لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ وکیلانو د مواخذې په لړ کې د امریکا په سېنټ کې د هغه دفاع پیل کړه


واشنګټن ــــ په سینټ کې د صدر ټرمپ د مواخذې په روان بهیر کې د امریکا د کانګرس د استازو جرګې مشرانو په درو ورځو کې خپل دلیلونه وړاندې کولو وروسته د صدر ټرمپ وکیلانو د خالي- شنبې په ورځ خپل دلیلونه ورکول پيل کړل، چې مقصد یې په صدر ټرمپ لګېدلي تورونه غلط ثابتول دي.

په صدر ټرمپ تور دی چې د صدر زلنسکي نه یې د پوځي امداد په بدل کې د بایډن خاندان خلاف د پلټنې کولو غوښتنه کړی وه او د خپل طاقت غلط استعمال یې کړی وو چې کله کانګرس په دې اړه پلټنې پیل کړې نو صدر ټرمپ د کانګرس په کار کې خنډ اچولی وو.

د صدر ټرمپ وکیلانو وویل چې صدر ټرمپ د یوکراین د صدر زلنسکي سره د خبرو پلټنو کې ډیموکرېټانو ته هیڅ ثبوت په لاس نه دی ورغلی.

د سپینې ماڼۍ سلاکار پیټ سپلون د صدر ټرمپ دفاع د دې خبرې نه پیل کړه چې په استازو جرګه کې د ډیموکریټ ګوند استازي په دې کې ناکامه شوي چې خپل هدف یا مطلب تر لاسه کړي.

د وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ سلاکار پیټ سپلون سنیټرانو ته وویل چې دا خبره ثابتولو کوښښ کیږي چې د امریکې د 2016م کال په انتخاباتو کې په لویه کچه لاسوهنه شوې، کوم چې د ده په وینا د تاریخ تر ټولو غټ دروغ دي. هغه وویل دا خبره ریښتیا نه ده او دوی به کله هم د دې اجازه ورنه کړي.

ښاغلي سپلون وویل دوی دلته راغلي چې د امریکا په تاریخ کې په انتخاباتو کې تر ټولو لويه لاسوهنه وکړي خو وایي "مونږ به چا له دا اجازه ورنه کړو. دا به زمونږ د ایین سرغړونه وي. دا به زمونږ تاریخ ته نقصان ورسوي. دا به زمونږ د مستقبل ذمه واریو ته نقصان ورسوي او تر ټولو مهمه دا چې په تاسو باندې د امریکې د خلکو له سپېڅلی باوره به سرغړونه وي".

ښاغلي سپلون وویل چې ډیموکریټ ګوند خپله مرضي کول غواړي او غواړي په ټول هیواد کې صدر ټرمپ ته ورکړل شوي ووټونه وشلوي او ویې غورځوي.

د صدر ټرمپ وکیلانو تور ولګاوه چې ډیموکرېټان په دې هڅه کې دي چې د انتخاباتو د نتیجې بدلې کړي او بل دا چې دوی کوښښ کوي د نومبر په میاشت کې کېدونکو انتخاباتو کې صدر ټرمپ بیا بریالی نه شي.

وروسته د سپینې ماڼۍ مرستیال سلاکار مایکل پرپورا د ایډم شیف خوندي کړې د 25 جولایي د صدر ټرمپ او زلنسکي د خبرو هغه ویډیو وغږوله چې د ولسمشر ټرمپ د مواخذې د پیل کېدو سبب شوه.

د صدر ټرمپ وکیل جې سکولو په خپلو دلیلونو کې وویل چې ډیموکریټان د یوکراین په اړه د صدر ټرمپ پلټنې ځکه کول غواړي چې دوی خپل زوړ تور- چې یعنې روس په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې- ثابت نه کړ.

ښاغلي سکولو د خصوصي سلاکار رابرټ مولر رپورټ په خپل لاس کې نیولی وو او تور یې ولګاوه چې ډیموکرېټان غواړي بیا دې د پلټنو لړۍ پیل شي.

د صدر ټرمپ وکیلانو د دوو ګنټو د پاره د خپلو دلیلونو تر ورکولو وروسته وویل چې نور دلیلونه به د ګل- دوشنبې په ورځ ورکوي. د صدر ټرمپ په دفاع کې دلیلونه کتنې ته اړتیا لري چې په را روانه اوونۍ کې به یې نور جزیات ښکاره شي.

صدر ټرمپ تورن دی چې د جولایي په 25 نیټه په 2019م کال کې یې د یوکراین د صدر زلینسکي نه په ټیليفونی خبرو د 391 میلین ډالرو امداد په بدل غوښتنه کړې وه، چې د امریکې د پخواني نایب صدر او په 2020م کال ټاکنو کې د ډیموکریټ ګونډ ممکنه امیدوار جوبایډن او د هغه د زوی هنټر بایډین- چې د یوکراین د ګیس په یو کمپنۍ کې یې کار کاوه- په اړه دې د کرپشن پلټنې وکړي. مقصد يې سیاسي ګټه تر لاسه کول وو.

په ټیليفوني خبرو کې زلنسکي وویل چې یوکراین د امریکې پوځي امداد ته اړتیا لري، صدر ټرمپ ځواب کې ورته وویل: زه دا غوره کوم چې تاسو مونږ سره لږ ښه وکړئ او بیا یې د صدر زلنسکي نه غوښتنه وکړه چې بایډن خاندان پلټنې دې پیل کړي او بل دا چې د امریکې د 2016م کال په انتخباتو کې روس نه بلکې یوکراین لاسوهنه کړې وه.

یاده دې وي چې په سېنټ کې د ریپبلکن ګوند د غړو شمېر 53 او بل طرف ته د ډیموکرېټ ګونډ د غړو شمېر 47 دی او د صدر د مواخذې د پاره په درې کې دوو سینټرانو رایه به پکار وي چې 67 جوړیږي، نو دا ممکنه نه ده چې د صدر ټرمپ مواخذه به وکړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG