لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سکاټ میلر: د افغان سولې د پرمختګ مالومات به د افغان حکومت سره شريکوؤ


په افغانستان کې د امريکايي او نېټو ځواکونو مشر جنرل سکاټ ملر ويلي د افغانستان د سولې په خبرو کې چې څه هم پرمختګ وشي افغان حکومت به په هغې خبر کړي.

ارګ ويلي ولسمشر غني سره په دې لیدنه کې چې د امریکا شارز دافیر راس ویلسن هم حضور درلود پکې د سولې په تړاو بحث او خبرې وشوې.

افغان چارواکو ویلي د امریکايي او نېټو ځواکونو قومندان جنرل سکاټ میلر، ولسمشر محمد اشرف غني ته قطر ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل.

په دې لیدنه کې جنرال میلر ویلي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو ترمنځ دا مهال مذاکرات روان دي.

د بیان ترمخه جنرال میلر ویلي که په دې خبرو کې پرمختګ رامنځته شو خلیلزاد به افغانستان ته راځي او د سولې په تړاو د وروستیو پرمختګونو حال احوال به له افغان حکومت سره شریک کوي.

افغان چارواکو ویلي ولسمشر اشرف غني له جنرل سکاټ میلر او د افغانستان لپاره د امریکا شارز دافیر راس ویلسن سره د لیدنې په مهال د سولې په پروسه کې د امریکا له هر اړخیزو همکاریو ستاینه وکړه.

ولسمشر غني په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سرتاسري جنګ بندی ټینګار وکړ.

د راپورنو له مخې د قطر د مذاکراتو پایلې تراوسه نه دی مالومې خو ویل کیږي د تاو تریخوالي د کمېدو په مسلې بحثونه روان دي.

د افغان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې د سولې توافق لپاره دې تاوتریخوالي په بشپړه توګه پای ومومي خو طالبانو نظر تر اوسه د دې غوښتنې پر وړاندې نه دی په ډاګه شوی.

د سولې هوکړه ترلیک ترلاس لیک کېدو مخکې طالبانو لس ورځني تاوتریخوالي له کمېدو سره موافقه کړې وه خو افغان حکومت د جګړې د پای لپاره د طالبانو دا پریکړه ناسمه ګڼلې او د دایمي اوربند غوښتنه یې کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG