لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په عراق کې د امریکا په سفارت برید کې درې کسان ژوبل شوي دي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د بغداد په هغې سیمه کې د راکټونو له لګېدو څخه خبر دي کومه چې د کلک امنیت لاندې ده.

دوی د عراق په حکومت غږ کړی چې د ډپلوماټیکو ودانیو په ساتلو کې خپل مسولیت پوره کړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نور داسې جزیات نه دي ورکړي چې دغه راکټونه چېرې لګېدلي او یا مرګ ژوبله يې اړولې ده او که نه.

امنیتي سرچینو خبري ادارو ته ویلي، چې لږ تر لږه یو راکټ د امریکا سفارت دننه لګېدلی او درې کسان پکې ژوبل شوي دي.

د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې له داسې بریدونو سره به عراق د جګړې په ډګر بدل شي.

هغه یو ځل بیا ژمنه کړې چې په هېواد کې به د ډپلوماټیکو ماموریتونو ساتنه کوي.

د تیر څو میاشتو نه په عراق کې دغه رنګ راکټي بریدونه ترسره کیږي او امریکا دهغې تور په ایران لګوي.

د امریکا خارجه وزارت وايي د ستمبر میاشتې نه را پدیخوه ایران او دهغوي ملاتړي وسله والو ډلو په عراق کې د امریکايانو پرضد 14 راکټونه ویشتلې دي.

د امریکا او ايران ترمنځ تاؤ تريخوالی دهغې وروسته وروسته سېوا شوی چې امريکا په یو په عراق کې په ډرون برید کې د ایران یو پوځې مشر جنرال قاسم سلیماني وژلې وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG