لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکو په غزني کې د خپلې الوتکې لوېدل ومنل


د افغانستان غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د غورځیدلې الوتکې په اړه د امریکا د هوايي ځواک قومندان جنرال ډیویډ ګولډفین ویلي دغه لویدلې الوتکه د امریکا د پوځ اړوند ده.

د امریکا د هوايي ځواک دې قومندان دا څرګندونې په واشنګټن کې له خبریالانو سره په خبرو کې کړي دي.

جنرال ډیویډ ګولډفین د اي ۱۱ اې ډوله الوتکه کې د وژل شویو کسانو د شمېر اوهمداراز د الوتکې د سقوط په اړه څه نه دي ویلي او د دې جنرال په وینا د دې پېښې نور جزیات به وروسته په ډاګه کړي.

خو رویټرز ته یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي په لویدلې الوتکه کې ترلسو پورې کسان سپاره وو.

د امریکا د دفاع وزیرمارک اسپر د الوتکې د نسکوریدو له پیښې ځان خبر ګڼلی او افغانستان کې د ناټو ځواکونو هم په غزني کې د دې خبرې پخلی کړی چې الوتکه د امریکا اړوند ده او رسنیو ته یې په لیږلو معلوماتو کې د پیښې نور جزیات نه دي ورکړي .

افغان چارواکو پرون ویلي و چې الوتکه د غزني ده یک ولسوالۍ د سیدو خیلو سیمه کې چې یاده سیمه د طالبانو ترکنټرول لاندې ده لویدلې وه.

وسله واله والو طالبانو ادعا کړې چې د الوتکه د امریکا د پوځ اړونده ده او د دوی د جنګیالیو لخوا ویشتل شوې ده.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په خپاره شوې بیان کې د الوتکې دویشتلو په اړه د طالبانو شوې ادعا رد کړې ده او ویلي دي چې هیڅ داسې شواهد تراوسه نشته چې الوتکه دې د دښمن لخوا ویشتل شوي وي او په وینا یې د پیښې په اړه څیړنې روانې دي.

د غزني ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني امریکا غږ ډیوې ته ویلي د امریکا او ایران ترمنځ د رامنځته شوې کړکیچ وروسته ایران له طالبانو سره اسخباراتي معلومات پیاوړې کړي او د الوتکو د ویشتلو پرمختللې وسلې هم ترلاسه کړې دي.

نوموړي وویل "​زما په نظر طالبان څنګه خبر شول چې د الوتکه د امریکا اړونده ځکه په د سیمې هره ورځ په لوړه ارتفاع کې لسګونه الوتکې تګ راتګ کوي تر ټولو مهمه دا ده چې د الوتکه په کومه وسله وویشتل شوه ښکار ده خبره ده چې د طالبانو ته ایران د الوتکو د ویشتلو ضد وسلې ورکړي دي او ښه بیلګه یې د افغانستان د پوځ اړوند په دې وروستیو کې د یو شمېر الوتکو سقوط دی چې طالبانو یې د ویشتلو ادعا کړې ده"​.

طالبانو ویلي چې په الوتکه کې ګڼ شمېر امریکايي مامورین وژل شوي خو یو امریکايي چارواکي ویلي چې په دې پیښه کې جګپوړي چارواکي نه و سپاره.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG