لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په چین کې له وایرسه مړي 106 او اغېزمن 4500 شول، ځینې هېوادونه خپل وګړي باسي


واشنګټن ــــ په چین کې له مرګوني کورونا وایرسه د مړیو شمېر 106 تنو ته ورسېد او ورڅخه اغېزمن کسان 4500 ته رسېدلي او لا هم دغه لړۍ په داسې حال کې په چټکۍ سره روانه ده چې د نورو هېوادونو په ګډون په جرمني کې هم د دې وایرس یوه پېښه رپوټ شوې ده.

امریکا، جاپان او ځینې نور هېوادونو د چین مرکزي ښار ووهان ته خپلې الوتکې لېږي چې له دې وایرس ځپلي ښاره خپل وګړي را وباسي. د پاکستان او افغانستان ګڼ شمېر خلک چې زده کوونکي هم پکې شامل دي لا هم په دې ښار کې بند پاته دي.

د چین له ووهان ښاره ځینو پاکستاني زده کوونکو نجونو او هلکانو په خپله یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي، چې هلته شاوخوا 500 پاکستاني زده کوونکي دي او وایي چې له دوی سره خوراک په ختمېدو دی، د پاکستان حکومت باید د دوی په ژغورلو او ایستلو کې بیړنۍ مرسته وکړي.

د رپوټونو له مخې سلګونه افغان زده کوونکي هم لا په ووهان ښار کې بند دي. د دوی کورنیو امریکا ږغ ته ویلي، ځوانان یې له نفسیاتي تکلیف سره مخ دي او غواړي چې خپل وطن ته ستانه شي خو رپوټونه وایي افغان حکومت له چینه غوښتي، دغه زده کوونکي دې تر هغه افغانستان ته نه ور لېږي.

رایټرز خبري ایجنسۍ لیکي چې کرونا وایرس که یوې خواته د چین ګڼ شمېر خلک مړه کړل او زرګونه یې اغېزمن کړل خو وایي د دې هېواد پر اقتصاد یې هم بد اغېز وکړ ځکه چې وایي له نړۍ سره یې د تاجرانو تجارتي اړیکي پرې شول او کرنسي یوآن یې هم را ولوېده.

د رپوټونو له مخې جاپان نن د نهې- سه شنې په ورځ خپله یوه ځانګړې چارټر جیټ الوتکه د چین ووهان ښار ته لېږي چې هلته مېشت له 200 تر 650 پورې جاپانیان خپل هېواد ته را ولېږدوي.

رسنۍ وایي امریکا هم تیاری نیولی چې په ووهان ښار کې له خپلې کونسلګرۍ څخه خپله عمله او نورو امریکایي وګړي په روانه اوونۍ کې په ځانګړې الوتکه کې را وباسي. فرانس او ځینې نور هېوادونه هم په پام کې لري چې له ووهان ښاره ژر خپل وګړي له کرونا وایرسه د ژغورنې په خاطر وباسي.

که څه هم چینایي چارواکي او رسنۍ وخت په وخت له کرونا وایرسه د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر خپروي، خو ځینې روغتیایي څېړونکي اندېښنه څرګندوي او وایي چې د دې وایرس له کبله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر تر سرکاري شمېر څو چنده زیات دی.

د جرمني د روغتیا ادارې د ګل- دوشنبې په شپه تایید کړه چې یو تن یې معاینه کړی او د هغه په بدن کې یې کرونا وایرس تشخیص کړي دي. چارواکو دا نه دي ویلي چې دغه تن څوک دی او له چینه ورغلی که څنګه خو وایي حالت یې له خطره بهر دی او علاج یې روان دی.

امریکې او کېنېډا خپلو وګړو ته سفري خبرداری ورکړی. ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرون چین ته د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د مرستې وړاندیز وکړ، خو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر بیا په یوه بیان کې د امریکې پر خلکو ږغ کړی چې که چین ته سفر کوي نو مخکې له مخکې دې ورباندې فکر وکړي.

د نړۍ د څو نورو هېوادونو غوندې په امریکا کې هم تر اوسه په پینځو تنو کې کورونا وایرس تشخیص شوی او چارواکو د 100 تنو نورو د طبي معاینې اټکل کړی دی. چارواکي خبرداری ورکوي چې کېدای شي په راتلونکو ورځو کې د دې وایرس نورې مثبتې پېښې هم مخې ته راشي.

کېنېډا هم خپلو خلکو ته ویلي، د چین هوبې صوبې خصوصاً‌ ووهان ښار ته له سفره دې ډډه وکړي. په کېنېډا کې هم په دوو تنو کې دغه وایرس موندل شوی او د 19 نورو کسانو طبي معاینه روانه ده او ګومان کېږي هغوی ته به هم دغه وایرس ور پورې شوی وي.

چین په ووهان کې د ټولو اوسېدونکو عملي طبي معاینه او کورنټین پیل کړی او بندیز یې لګولی چې دې ښار ته نه څوک ورتلای شي او نه ترې وتلای شي، د عامو خلکو تر څنګ یې د دې ښار ټول پروازونه او ولسي ټرانسپورټ هم ځنډولی دی.

XS
SM
MD
LG