لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين په جوډیشل ریمانډ جېل ته لېږل شوی دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين د ۱۴ ورځو دپاره په جوډيشل يا عدالتي ريمانډ جېل ته لېږل شوی دی.

د ډېره اسماعيل خان پوليس ډي اېس پي اقبال بلوچ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې منظور پشتين د ۱۴ ورځو دپاره په جوډيشل ريمانډ د ډېره اسماعيل خان مرکزي زندان ته لېږل شوی دی.

د منظور پشتين وکيل اسد عزيز هم وايي "ارډر يې نه دی کتلی خو د منظور پشتين جېل ته د لېږلو پخلی کوي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی به اوس د پشتين د خوشي کولو دپاره خواست کوي.

منظور پشتين د اتوار، يکشنبې او ګل، دوشنبې په منځنۍ شپه کې د پېښور پوليسو نيولي ؤ.

د پېښور پولیس ويلي ؤ د منظور پشتين پرضد په ډېره اسماعيل خان کې مقدمه درج شوې وه چې هغه د رياست پرضد وېنا کړې وه، ځکه نيول شوی دی.

د پېښور پوليسو د ګل، دوشنبې او بيا دنهې، سه شنبې په ورځ منظور پشتين عدالت ته وړاندې کړی او عدالت پرون هغه ډېره اسماعيل خان ته د منتقل کولو ويلي ؤ چې هغه دې هلته عدالت ته وړاندې کړی شي.

د پشتين وکيلان وايي هغه تېره شپه ډېره اسماعيل خان ته په رسولو د شپې په مهال مجسټرېټ ته وړاندې کړی شوی او مجسټرېټ هغه جېل ته لېږلی دی.

په منظور پشتين د ډېره اسماعيل خان په سټي تاڼه کې د روانې مياشتې په ۱۸م نېټه مقدمه درج شوې او وي اوای ډيوه ته د مقدمې په ترلاسه شوي اېف ايي ار کې ويل شوي چې منظور پشتين د وزيرستان نايټ په نوم يوې دستورې ته په وېنا کې د پاکستان د رياست پرضد خبرې کړي دي.

په اېف ايي ار کې ليکل شوي "منظور پشتين په وېنا کې ویلي چې هغه د ۱۹۷۳ ائين نه مني ځکه چې دا ائين مکمل غلط او د بشري حقونو پرضد دی".

په مقدمه کې دا هم ويل شوي چې " هغه (منظور پشتين) د پاکستان د ریاست پرضد د سپکاوي او ګواښونو توري کارولي، د کرکې او خلکو راپارولو هڅه يې کړې ده".

په منظور پشتين د(۵۰۶، ۱۵۳ ای، ۱۲۰ بي، ۱۲۴ ای او ۱۲۳ ای) مادو لاندې مقدمه درج شوې ده. قانون پوهان وايي دغه مادې د رياست پرضد د وېنا کوؤنکو خلاف لګول کيږي.

د بشري حقونو نړیوال تنظيم، په پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم او سياسي ګوندونو د منظور پشتين نيول غندلي او د هغه د خوشي کولو غوښتنه يې کړې وه.

پرون د نهې په ورځ په پاکستان او د پاکستان نه بهر د منظور پشتين د نيولو پرضد احتجاجي مظاهرې هم شوې وې.

په اسلام اباد کې د احتجاجي مظاهرې په مهال د پي ټي اېم د مخکښ مشر محسن داوړ په ګډون څو مظاهره چيان پوليسو نيولي وو.

وروسته محسن داوړ ويلي هغه او ملګري يې خوشي شوي خو د اسلام اباد پوليسو ویلي په ۲۲ کسانو يې مقدمه درج کړې چې دوی د رياست پاکستان او پوځ پرضد نعرې وهلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG