لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چين کې څلور پاکستاني زده کوونکي د کرونا وايرس ښکار شوي


پاکستاني چارواکي وايي چې په چين کې يې څلور زده کوونکي د کرونا وايرس د رنځ ښکار شوي دي، چارواکي وايي کرونا وايرس تر اوسه پورې په چين کې ۱۳۲ تنه مړه کړي دي.

د روانې اوونۍ په سر کې د وهان څخه پاکستاني زده کوونکو د پاکستا ن د حکومت نه غوښتي وو چې دوی اوباسي ځکه چې دوی ته د خوراک کمی دی.

دغو کسانو په ټولنيزو رسنیو ویډيو خپره کړې چې د ۳۰ نه زيات کسان پکې ليدل کېده. خو پاکستان او چين وايي زده کوونکي خوندي دي.

د پاکستان د وزيراعظم د صحت د چارواکو مشاور ډاکټر ظفر مرزا نن د شورو، چهارشنبې په ورځ خبري غونډې ته په وېنا کې وويل چې د چين وهان سیمه چې کرونا تر ټولو زياته اغېزمنه کړې هلته څلور پاکستاني زده کوونکي د کرونا ښکار شوي دي.

هغه ويلي په وهان کې ۵۰۰ پاکستاني زده کوونکي دي او دوی په چين کې د پاکستانيانو خيال ساتي.

مرزا زياته کړې په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس يوه پېښه مخې ته نه ده راغلې.

هغه ويلي د څلورو مشکوک کسانو معاينه شوې خو هغوی ښه شوي او د کرونا کوم ثبوت يې مخې ته نه دی راغلی.

د ظفر مرزا په وېنا د کرونا وايرس له امله تراوسه پورې په څيړنه کې مالومه شوې چې په دې رنځ اخته خلکو کې په ۱۰۰ کې درې تنه مري.

هغه وويل تراوسه پورې په ۶۰۵۲ کسانو کې دا وايرس مالوم شوي دي او په ټوله نړۍ کې د دې وايرس ښکار ۹۹ فيصد مريضان په چين کې دي.

مرزا وويل د چين نه علاوه په ۱۴ نورو ملکونو کې دا مرض مالوم شوی دی، د چين نه بهر پکې څوک نه دي مړه شوي دي.

د کرونا وايرس يوه پېښه په متحده عرب اماراتو او د نورو هېوادونو په ګډون په جرمني کې هم د دې وایرس یوه پېښه رپوټ شوې ده.

امریکا، جاپان او ځینې نور هېوادونو د چین مرکزي ښار ووهان ته خپلې الوتکې لېږي چې له دې وایرس ځپلي ښاره خپل وګړي را وباسي. د پاکستان او افغانستان ګڼ شمېر خلک چې زده کوونکي هم پکې شامل دي لا هم په دې ښار کې بند پاته دي.

رایټرز خبري ایجنسۍ ويلي چې کرونا وایرس که یوې خواته د چین ګڼ شمېر خلک مړه کړل او زرګونه یې اغېزمن کړل خو وایي د دې هېواد پر اقتصاد یې هم بدې اغېزې کړي ځکه چې وایي له نړۍ سره یې د تاجرانو تجارتي اړیکي پرې شوي او کرنسي یوآن یې هم را غورځېدلی دی.

که څه هم چینایي چارواکي او رسنۍ وخت په وخت له کرونا وایرسه د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر خپروي، خو ځینې روغتیایي څېړونکي اندېښنه څرګندوي او وایي چې د دې وایرس له کبله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر تر سرکاري شمېر څو چنده زیات دی.

د جرمني د روغتیا ادارې د ګل- دوشنبې په شپه تایید کړه چې یو تن یې معاینه کړی او د هغه په بدن کې یې کرونا وایرس تشخیص کړي دي. چارواکو دا نه دي ویلي چې دغه تن څوک دی او له چینه ورغلی که څنګه خو وایي حالت یې له خطره بهر دی او علاج یې روان دی.

امریکې او کېنېډا خپلو وګړو ته سفري خبرداری ورکړی او صدر ډانلډ ټرمپ چین ته د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د مرستې وړاندیز هم کړی دی، خو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر بیا په یوه بیان کې د امریکې پر خلکو غږ کړی چې که چین ته سفر کوي نو مخکې له مخکې دې ورباندې فکر وکړي.

د نړۍ د څو نورو هېوادونو غوندې په امریکا کې هم تر اوسه په پینځو تنو کې کورونا وایرس تشخیص شوی او چارواکو د ۱۰۰ تنو نورو د طبي معاینې اټکل کړی دی.

چارواکي خبرداری ورکوي چې کېدای شي په راتلونکو ورځو کې د دې وایرس نورې مثبتې پېښې هم مخې ته راشي.

کېنېډا هم خپلو خلکو ته ویلي، د چین هوبې صوبې خصوصاً‌ ووهان ښار ته له سفره دې ډډه وکړي. په کېنېډا کې هم په دوو تنو کې دغه وایرس موندل شوی او د ۱۹ نورو کسانو طبي معاینه روانه ده او ګمان کېږي هغوی ته به هم دغه وایرس ور پورې شوی وي.

چین په ووهان کې د ټولو اوسېدونکو عملي طبي معاینه او کورنټین پېل کړی او بندیز یې لګولی چې دې ښار ته نه څوک ورتلی شي او نه ترې وتلی شي، د عامو خلکو تر څنګ یې د دې ښار ټول پروازونه او ولسي ټرانسپورټ هم ځنډولی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG