لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عوامي‌ نېشنل ګوند د مارچ پر 10مه په پېښور کې د پښتنو جرګه را وبلله


واشنګټن ــــ د پښتنو بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو او کلتوري ستونځو په پام د عامو خلکو په غوښتنه له سیاسي ګوندونو سره تر سلا مشورو وروسته عوامي نېشنل ګوند اعلان کړی چې د مارچ پر 10مه نېټه به په پېښور ښار کې د پښتنو یوه لویه جرګه کوي خو دا یې نه دي‌ ویلي‌ چې دا جرګه به یوه که څو ورځې وي.

د عوامي نېشنل ګوند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا جرګه به په پېښور کې په باچا خان مرکز کې کېږي چې مشري به یې د ګوند مشر اسفندیار ولي خان کوي او په دې جرګه کې به د ژوند له بېلابېلو څانګو سره تړلو پښتنو ته د ګډون بلنه ورکول کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جنورۍ په 12مه په بنو کې د زرګونو خلکو جلسې ته په وینا کې پر پښتنو مشرانو ږغ کړی وو، چې د قام د ستونځو لپاره سره یو شي او د حل لپاره یې یوه جرګه را وغواړي، خو د جرګې اعلان په داسې وخت کې وشو چې هغه په زندان کې بندي دی.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د منظور پښتین د دې غوښتنې هرکلی کړی وو او د جنورۍ په 20مه یې په نوښار کې د باچاخان اوونۍ په مناسبت جوړې شوې جلسې ته په وینا کې اعلان کړی وو چې ډېر ژر به د پښتنو د یوې لویې جرګې اعلان وکړي. اسفندیار ولي خان هغې جلسې ته ویلي وو:

"هر یو کس چې پاڅي د پښتون یووالی د پښتون یووالی، زه نن ستاسو په مخکې امیرحیدر خان هوتي صاحب او میا افتخار حسېن صاحب ته وایم چې څومره زر کېدای شي له ټولو خلکو او د پښتنو له قیادت سره رابطه وکړئ او یوه لویه د پښتو جرګه په باچا خان مرکز کې را وغواړئ چې ټول سره کښېنو، خیالات سره شریک کړو او یوه لار را وباسو چې په شریکه ورباندې ځو".

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د 2018م کال د دسمبر پر 2مه د عبدالصمد خان اڅکزي (خان شهید) د 45تلین په مناسبت جلسې ته په وینا کې غوښتنه کړې وه، چې د پښتنو دوې لویې جرګې باید را وبلل شي، هغه دا غوښتنه تر هغه وروسته بیا بیا تکرار کړې او د جنورۍ په پیل کې یې د ډیوه خبریال حفیظ الله ستوري شېراني ته په مرکه کې هم بیا تکرار کړې او ویلي یې وو:


"د وخت غوښتنه دا ده چې په پاکستان کې دننه هم د پښتانه یوه لویه جرګه وشي چې د خپل ملت په باره کې د خلکو د ارادو متعلق خپله اراده جوړه کړي او د افغانستان څلوېښت کلن جنګ هم د دې تقاضا کوي چې افغانان باید سره کښېني او د دې علاج را وباسي".

د شورو- چارشنبې په ورځ‌ له باچا خان مرکزه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جرګې پرېکړه د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو په یوه غونډه کې شوې چې مشري یې د ګوند مرکزي سینېر مرستیال مشر امیرحیدر خان هوتي کړې ده. حیدر هوتي ویلي:

"د پښتنو قامي جرګه به یوه تاریخي جرګه وي چې پښتنو ته پر ور پېښو ټولو ستونځو او مسئله به پکې بحث کېږي او د جرګې د ټولو شریکو غړو د وړاندیزونو او رایو په نتیجه کې به یې د حل لپاره تګلاره ټاکل کېږي".

د جرګې په اړه د عوامي نېشنل ګوند په غونډه کې د حیدر هوتي تر څنګ مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن، د پښتونخوا صوبایي مشر ایمل ولي خان او صوبایي جنرل سیکرټري سردار حسېن بابک هم ګډون کړی او په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ګوند د پنجاب، سیند او بلوچستان له صوبایي مشرانو هم پکې د جرګې لپاره سلا مشورې اخیستل شوې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي جنرل سیکرټري سنېټر عثمان خان کاکړ د شورو- چارشنبې په ورځ د وي او اې ډیوه د روانو چارو په اړه پروګرام (هیلو وي او اې) کې له نصیر کاکړ سره په مرکه کې د عوامي نېشنل ګوند د جلسې د اعلان هرکلی وکړ، خو وایي دا جرګه باید درې ورځې وي:

"ښه خبره ده چې عوامي نېشنل پارټۍ جرګه اعلان کړې ده خو زموږ هیله دا ده چې دا جرګه باید د ټولو ګوندونو له خوا په شریکه وشي او درې ورځې تفصیلي خبرې پکې وشي، یوه ایجنډا او کړنلاره ورته وټاکل شي، بیا له هغه وروسته یوه جرګګۍ جوړه شي، چې د پرېکړې د عملي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي او دا بیا په یو تحریک بدل شي".

پر ټولنیزو رسنیو د عوامي نېشنل ګوند د جرګې د اعلان تود هرکلی روان دی، خو نورو سیاسي ګوندونو لا تر اوسه په دې اړه خپل غبرګون نه دی څرګند کړی.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG