لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سېنټ د ماشوم زېږېدنې په وخت مور و پلار ته له تنخا سره د رخصتۍ بل منظور کړ


واشنګټن ــــ د پاکستان سېنټ د زېږون بل په نامه یو قانون منظور کړی چې له مخې به یې په سرکاري او غیرسرکاري ادارو کې نوکري کوونکو مور و پلار ته د ماشوم د زېږون په وخت له تنخا سره رخصتي ورکول کېږي.

دغه بل د ګل- دوشنبې په ورځ منظور شوی چې په بنیاد به یې یوې مور ته د لومړي ماشوم زېږولو په وخت له تنخا سره د 180 ورځو یعنې شپږو میاشتو رخصتي ورکول کېږي او د ماشوم پلار ته به د 30 ورځو یعنې یوې میاشتې رخصتي ورکول کېږي.

دغه قانوني مسوده د پیپلز ګوند سنېټرې قرت العین مرۍ وړاندې کړی او د دې قانون له مخې به نوکري کوونکې ښځې ته پر لومړي ماشوم شپږ، پر دویم څلور او پر درېیم ماشوم درې میاشتې رخصتي ورکول کېږي او د ماشوم پلار ته به د هر ماشوم زېږېدو په وخت له تنخا سره یوه میاشت رخصتي ورکول کېږي.

په پاکستان کې بېلابېلو خلکو د دې قانون هرکلی او مخالفت دواړه کړی دی. ځینې ښځې کارکوونکې اندېښنه لري چې له دې قانون سره به ادارې ښځو ته نوکرۍ نه ورکوي. د یوې شخصي ادارې چلوونکې طاهر کریم وایي، په پاکستان غوندې هېواد کې چې پر ابادي باندې پکې کنټرول نه شته دا قانون به د ګټې پر ځای تاوان ولري:

"ادارې به اوس له ښځو اول تپوس کوي چې واده یې شته که نه، که واده یې وي نو په رخصتۍ به ځي بیا به پوښتنه ځنې کوي چې بچي دې شته که نه په رخصتۍ باندې به ځې، ځکه پاکستان کې د ماشومانو زېږولو کنټرول نه شته او هره ښځه له شپږو تر اتو نهو بچي زېږوي نو له دې سره کارونه متاثره کېږي".

په دې قانوني مسوده کې ویل شوي چې که د ماشوم زېږېدنې په وخت مور و پلار له غیرمعمولي حالت سره مخ شي نو بیا بې له تنخا ښځې ته درې میاشتې او خاوند ته یې یوه میاشت نوره اضافي رخصتي هم ورکول کېدای شي.

له دې قانونه د سرغړونې او له رخصتۍ د انکار کوونکو په ضد به قانوني ګامونه اخیستل کېږي، چې سزا یې لږ تر لږه شپږ میاشتې او یو لک روپۍ جرمانه یا هم دواړه دي. سنېټره قرت العین مرۍ وایي، د پلار او ماشوم تر منځ لومړنی تعلق د ماشوم پر راتلونکي ژور اغېز لري ځکه نو په قانون کې باید پلار ته حق ورکړل شي چې له نوي زوکړي ماشوم سره وخت تېر کړي.

که څه هم دا بل په اکثریت رایو سره منظور شوی او اوس به د بحث لپاره قومي اسمبلۍ ته لېږل کېږي خو د حکومتي غړو په ګډون ځینو سنېټرانو یې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې په آیین کې مخکې له مخکې د زېږون په وخت د رخصتیو دفعې شته او نوي بل ته اړتیا نه شته.

د تحریک انصاف د اقتصادي چارو وزیر حماد اظهر هم د دې بل مخالفت کړی او ویلي یې دي چې ښځینه ملازمینو ته د ماشوم د زېږون په وخت 90 ورځې رخصتۍ مخکې هم ورکول کېدې او نارینه هر کال ۴۸ رخصتۍ اخیستلای شي. اظهر د ماشوم پلار ته د یوې میاشتې پر ځای د پینځلسو ورځو رخصتیو غوښتنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG