لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صوابۍ شکیلې او غونچې د نورو بچي د پولیو له معذورۍ ژغورل خپل اووه بچي یې یتیمان شول


واشنګټن ــــ شکیله او سیده غونچه هغه دوې پښتنې ښځې وې چې که څه هم د پولیو په ضد ماشومانو ته په څاڅکو ورکوونکو ډلو باندې وخت په وخت د وسلوالو له بریدونو خبرې وې خو د خپلو سیمو ماشومان یې معذور نه شول لیدای او په دې ډاډ یې هغوی ته د څاڅکو ورکولو کار کاوه چې پښتانه پر ښځو حمله نه کوي.

د پښتونخوا حکومت په صوبه کې د جنورۍ له 29مې د پولیو په ضد ځانګړي کمپېن پیل کړی، چې 40 لکه ماشومانو ته پکې د څاڅکو ورکولو اټکل شوی. د پولیو د وېکسین ډلې دغو دوو ښځینه کارکوونکو د دې ځانګړي کمپېن په لومړۍ ورځ د صوابۍ په پرمولو کلي کې ماشومانو ته څاڅکي ورکړي وو او خپلو کورونو ته ستنېدلې چې پر موټرسایکل سپاره کسان [نارینه] ورته و درېدل او ډزې یې ورباندې وکړې.

نارینه وسلوال تر ډزو وروسته وتښتېدل او د پښتنو دا دود یې تر سره نه کړ چې متل کوي "دښمن مړ کړه خو لمر ته یې مه پرېږده"، د شکیلې او غونچې له لاسونو د وېکسین ډبې ولوېدې، شکیلې هملته په څو شېبو کې نه یواځې ناوېکسین شوي ماشومان بلکې خپل بچي یې هم یتیمان پرېښوول او له نړۍ یې سترګې پټې کړې او غونچې لا د ټولو پښتنو ماشومانو د وېکسین کولو ارمان ارمان درلود، خو سختو ټپونو د هغې ژوند هم واخیست او درانه یې غم یې د هغې تېندار هم له هغې سره یو ځای د تورو خاورو مېلمنه کړه.

د سیدې غونچې یتیمه لور
د سیدې غونچې یتیمه لور

په صوابۍ کې د هوپ په نامه د شخصي سکولو د اتحاد یو کارکوونکی محمد اقبال وایي، ده په خپل ژوند کې پخپله سیمه کې داسې پېښه نه ده لیدلې، هغه په دې پېښه سخت افسوس کوي او وايي:

"موږ پښتانه خو که د چا سخت پتنه [دښمني] هم وي نو په هغه کې وړوکي ته، بوډاګانو ته او زنانه وو ته څوک غږ نه کوي

د شکیلې مړی پرون د صوابۍ په پرمولو کلي او د سیدې غونچې مړی د جنورۍ په 30مه د هغې د تېندارې له مړي سره یو ځای په میرعلي کلي کې خاورو ته وسپارل شو، د دوی پر مړینه سیمه غمجنه وه او په جنازو کې یې زرګونو خلکو ګډون وکړ، خو د هیڅ سیاسي ګوند کوم مشر او حکومتي چارواکی یې جنازو ته نه وو ورغلی.

د شکیلې خاوند شاه زمان پولیس عسکر دی خو نوکري یې د قرارداد [کنټریکټ] ده او درې اولادونه- یوه لور او دوه زامن- یې یتیمان پاتې شول. د شکیلې ورور سید طاهر چې حلق یې وچ دی او ژړغونی خبرې کوي وایي، اخښي او خور یې په خپلو تنخاوو ګډ کور ساته:

"د خاوند یې 15 زره تنخا وه او د دې به هم دومره تنخا وه، ایله یې دومره جمع کړې وې چې ځانله یې یوه جونګړه [کور] جوړه کړې وه، خو په هغه کې یې میاشت یوه- نیمه تېره کړه او دا ترېنه لاړه".

د شکیلې ورور سید طاهر.
د شکیلې ورور سید طاهر.

د غونچې خاوند زېلدار په یو سکول کې د کلاس فور ملازم دی، هغه چې په سرو سترګو په هدیره کې ولاړ دی او خپل یو یتیم ماشوم یې په غېږ کې دی وایي، د ده او ښځې دواړو په تنخا یې د کور ګوزاره روانه وه خو نه پوهېږي چې اوس به خپل څلور یتیمان اولادونه- دوې لوڼې دوه زامن- په څه ساتي:

"د وړو تعلیم هغې پخپله ذمه اخیستی وو، ویل چې هغوی هر څومره تعلیم کوي دغه خرچه به زما وي، د هغې له وفات نه پس دغه خلا پاتې شوه، زما دا څلور ماشومان بې اسرې پاتې شول په دې چشم پوشي نه ده پکار واکمن د دې ذمه وار دي".

د غونچې خاوند زېلدار چې په سکول کې ملازم دی له خپل یتیم پچي سره.
د غونچې خاوند زېلدار چې په سکول کې ملازم دی له خپل یتیم پچي سره.

د پښتونخوا وزیراعلی محمود خان د شکیلې او غونچې د وژنې غندنه کړې او د هغوی د قاتلینو د نیولو لپاره یې یوه کمېټۍ جوړه کړې ده، پولیس په سیمه کې په وسلوالو پسې ګرځي خو آیا دا وسلوال څوک دي چې د پښتنو تر کلتور هم پښه ور اړوي او پر ښځو ډزې کوي؟ د صوابۍ اوسېدونکي محمد ډاګیوال د غونچې په جنازه کې تر ګډون وروسته په قهرجنه لهجه وي او اې ډیوه ته وویل:

"دا ماته پښتون نه ښکاري چې له خپلو روایاتو بغاوت کوي او پخپلې خور او مور باندې لاس اوچتوي، دا د پښتو په روایاتو کې نه شته دا درنده دی. موږ حیران یو چې اخر دا لاس د چا دی چې زموږ په وینو پیسې ګټې".

د شکیلې په پولیسو کې عسکر خاوند او د سیدې غونچې په سکول کې ملازم خاوند اوس په دې تمه دي چې حکومت یې د اوو یتیمو بچیو پر سرونو لاس تېر کړي او د هغوی مستقبل خرابېدو ته پرې نه ږدي. حکومت لا په دې اړه غلی دی خو د صوابۍ د روغتیا کارکوونکو یوه غونډه کړې چې د شکیلې او غونچې د بچیو لپاره د نوکرۍ او مرستې غوښتنه شوې ده.

په تېر 2019م کال کې په ټول پاکستان کې د پولیو 136 پېښې رپوټ شوې وې چې 96 پکې یواځې د خیبرپښتونخوا صوبې وې او لکي مروت ضلع پکې تر ټولو زیاته اغېزمنه شوې وه. په روان 2020م کال کې په پاکستان کې تر اوسه 6 پېښې رپوټ شوې دي چې په هغوی کې هم 3 د پښتونخوا صوبې دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG