لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وايرس له امله پاکستان د چين سره پروازونه ځنډولي


د پاکستان چارواکو ويلي په چين کې د کرونا وايرس له مله د دوېمې فرورۍ پورې يې د چين سره د پروازونو تګ راتګ ځنډولی دی.

د ځايي ميډيا ترمخه د لاهور سوداګرو (چېمبر) هم د چين سره د يوې میاشتې پورې د تجارت نه کولو ويلي دي.

په چين کې د کرونا وايرس مخ په زياتېدو له امله امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د چين سفر نه کوي او د صحت نړيوالې ادارې د کرونا په اړوند بېړني حالت اعلان کړي دي.

رويټرز د پاکستان د هوابازۍ د محکمې سېول اېوي اېشن د سېکتر عبدالستار کهوکهر له قوله ويلي،"د دوېمې فرورۍ پورې پروازونه ځنډوي او له هغې وروسته به د حالاتو جاج اخلي".

کهوکهر ځايي ميډيا ته ويلي د چين سره د پاکستان انټرنيشنل ائيرلاين (پي ايي ای) دوه پروازونه يې ځنډولي دي.

راپورونه وايي په چين کې د کرونا وايس له امله ۲۱۳ کسان مړه شوي او د لسو زرو نه زیات يې اغېزمن کړي دي.

پاکستاني چارواکي وايي د چين د هووبي صوبې ووهان ښار چې کرونا تر ټولو زيات اغېزمن کړی په ووهان کې د ۵۰۰ پورې پاکستاني زده کوونکي موجود دي.

د پاکستان د وزیراعظم د صحت په برخه کې مشاور ظفر مرزا ويلي، د هغو کسانو چې دا وخت په چين کې دي، د ملک او سيمې دپاره د ګټې خبره دا ده چې د چين څخه پاکستان اوس را ونه ويستل شي، د هغه په وېنا د صحت نړيواله اداره هم دا وايي.

په ووهان کې موجودو زده کوونکو ويلي سخت د ويرې او اندېښنې په ماحول کې ژوند کوي په کمرو کې بند پاتې دي.

راپورونه وايي کرونا وایرس که یوې خوا ته د چین ګڼ شمېر خلک مړه کړل او زرګونه یې اغېزمن کړل خو وایي د دې هېواد په اقتصاد یې هم بدې اغېزې کړي ځکه چې وایي له نړۍ سره یې د تاجرانو تجارتي اړیکي پرې شوي او کرنسي یوآن یې هم را غورځېدلی دی.

که څه هم چینایي چارواکي او رسنۍ وخت په وخت له کرونا وایرسه د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر خپروي، خو ځینې روغتیایي څېړونکي اندېښنه څرګندوي او وایي چې د دې وایرس له کبله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر تر سرکاري شمېر څو چنده زیات دی.

چین په ووهان کې د ټولو اوسېدونکو عملي طبي معاینه او کورنټین پېل کړی او بندیز یې لګولی چې دې ښار ته نه څوک ورتلی شي او نه ترې وتلی شي، د عامو خلکو تر څنګ یې د دې ښار ټول پروازونه او ولسي ټرانسپورټ هم ځنډولی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG