لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي، خليلزاد ته ويلي پاکستان به د افغان سولې په لړ کې هڅې دومداره ساتي


د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د اسلام اباد په سفر کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره ليدلي او قرېشي ورته ويلي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون سره به د بېن الافغاني خبرو لاره هواره شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نن د جمعې په ورځ ويلي زلمي خليلزاد او شاه محمود قرېشي د بهرنيو چارو په وزارت کې ليدلي دي.

وزارت ويلي په ليدنه کې د افغانستان د سولې په تړاؤ په روانو هڅو بحث شوی دی.

د ليدنې په اړوند وزارت ويلي خليلزاد د طالبانو سره د روانو خبرو په اړوند قرېشي خبر کړی او په دغه هڅه کې يې د پاکستان د روغې رول ستايلی دی.

خليلزاد په دغه اړوند په خپله څه نه دي ويلي.

قرېشي ويلي د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون کېدو په پايله کې به بېن الافغاني خبرو ته لاره هواره شي، کومه چې د نوموړي په وېنا نه يواځې د افغانستان بلکې د ټولې سيمې په ګټه ده.

قرېشي زياته کړې پاکستان خپله ګډه زمه واري ترسره کوي او د افغانستان د سولې دپاره د روانو هڅو ملاتړ کوي.

دواړو چارواکو ويلي د افغان سولې د عمل په لړ کې به د روانو خبرو دپاره د مشورو لړۍ دوامداره ساتي.

خليلزاد د پاکستان سفر په داسې حال کې کړی چې په وروستيو کې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په ډېوس کې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان سره ليدلي وو.

لس وړاندې د سويلي اسيا دپاره د امريکا د بهرنيو چارو استازې اېلس وېلز هم د پاکستان سفر کړی ؤ.

په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې ویاند سهېل شاهين په ۲۱م فرورۍ ويلي ؤ د ملا برادر په مشرۍ پلاوي د زلمي خليلزاد او په افغانستان کې د امريکايي او نېټو ځواکونو د مشر سکاټ ميلر سره ليدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG