لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په قرضونو کې ۱۰۰ کهربه روپۍ نورې سېوا شوي


Pakistan Economy
Pakistan Economy

په پاکستان په ۱۵ مياشتو کې ۱۰۰ کهربه روپۍ قرضه نوره سېوا شوې چې ورسره یې ټوله قرضه د ۴۰۰ کهربه روپو نه زياته شوې ده، څيړونکي وايي د قرضې سېوا کېدو سره پاکستان د اقتصادي مشکلاتو ترڅنګ په بهرنيو پاليسو کې هم د بل د خوښې ښکار کېدی شي.

د ځايي میډيا ترمخه د خزانې وزارت د جمعې په ورځ پارلیمان ته ويلي چې په تېرو ۱۵ مياشتو کې د پاکستان ټولې قرضې نزدې ۴۰ فيصده سېوا شوي دي.

په پالیسي بیان کې ویل شوي چې د کال ۲۰۱۸م په اخر کې ټولې قرضې ۲۹۰ کهربه، ۸۷ اربه او ۹۰ کروړه روپۍ وې چې د ستمبر ۲۰۱۹م پورې ۴۱۰ کهربه ۴۸ اربه او ۹۰ کروړه روپو ته سېوا شوي دي او په دې کې۳۹ فيصده يا ۱۱۰ کهربه ۶۰ اربه روپۍ اضافه شوې ده.

په پاکستان کې د کال ۲۰۱۸م د جولايي د میاشتې د عامو انتخاباتو په پايله کې د تحریک انصاف ګوند حکومت جوړ شوی ؤ.

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي، قرضه اخیستل بده خبره نه ده خو کله چې قرضه په سم ځای ونه کارول شي نو د هغې د يو ملک په اقتصاد، بهرنۍ پاليسۍ او ملکي وګړو نېغ په نېغه بدې اغېزې وي.

په اسلامک انټرنيشنل پوهنتون اسلام اباد کې د اقتصادي چارو کارپوهه استاز ډاکټر معراج الحق وايي، چې کله حکومت د کاروباري بېنکونو نه قرض اخلي نو کاروباري خلکو يا کمپنيانو ته بيا پېسې کمې پاتې کيږي، يا خو دوی ته بيا پېسې نه مېلاويږي او يا ورته په ډېر سود قرض ورکولی شي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي حق وويل، د داسې کولو سره اقتصادي هلې ځلې کمزورې شي او په غربت او ګرانۍ کې ورسره اضافه وشي.

هغه زياته کړه چې د بهرنيو قرضونو سره د غېرملکي زر مبادله ذخيره د فشار ښکار شي، د روپۍ قدر ورسره کميږي او کاروباري او تجارتي هلې ځلې ترې اغېزمنې شي خو که په سم ځای وکارول شي نو بيا ملک پرمختګ کولی شي.

د اقتصادي چارو بل کار پوهه مهتاب حېدر وايي بهرنۍ قرضې د يو ملک په اقتصادي پاليسو هم اثر پرې باسي او نوموړی یې مثال د سعودي عرب او پاکستان د تعلقات ورکوي.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې حېدر وويل، سعودي عرب پاکستان ته روپۍ ورکړې او وروسته وليدل شو چې د سعودي عرب په وېنا پاکستان بيا د ملايشيا په غونډه کې د ګډون څخه پاتې شو.

نوموړی وايي د يو ملک يا ادارې نه د قرضې اخيستلو سره د دغه ملک يا ادارې د قرضونو شرطونه هم پوره کول وي او دغه شرطونه قرض ورکوؤنکی په خپله خوښه ټاکي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په حکومت کې د راتلو وروسته وزیراعظم عمران خان ویلي ؤ ملک د سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی، که څه هم نوموړي د وزيراعظم جوړېدو وړاندې بيا بيا دا خبره کړې چې هغه که په حکومت کې راغلو د بهر نه به قرضې نه اخلي او کچکول به نه ګرځوي.

خو وروسته د عمران خان په وزيراعظمۍ پاکستان د مالياتي نړيوالې ادارې ايي اېم اېف نه قرض اخيستی، سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او چين ورته هم پېسې ورکړي دي.

د تحریک انصاف حکومت دعوه کوي تراوسه يې حکومت هڅه کوله چې اقتصادي مشکلات راکم کړي او وايي تر يو حده يې راکم کړي او اوس وايي چې ملکي اقتصاد مظبوتيا پله روان دی.

د تحریک انصاف حکومت دا دعوه هم کوي چې تجارتي خساره يې راکمه کړې، د روپۍ قيمت يې په ځای ودرولی او د بجټ خساره هم راکمه کړی شوې ده، خو بل لور ته ورسره په ملک کې ګراني هم سېوا شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG