لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين: د کرونا وايرس له امله د مړو شمېره د ۳۰۰ نه سېوا شوه


د چين د هووبي صوبې څخه چارواکو د خالي، شنبې په ورځ ویلي د کرونا وایرس له امله د مړو شمېره ۳۰۴ ته رسېدلې او د ۱۴ زرو نه زيات کسان يې اغېزمن کړي دي، کرونا وايرس د هووبي څخه خواره شوي دي.

د اتوار په ورځ فلپاين کې د کرونا له امله يو تن مړی شوی او دا د چين نه بهر د کرونا له امله لمړی مړی دی چې وشو.

د امریکا نه وروسته اسټريليا، جاپان او سنګاپور هم د چین د سفر په اړوند سخت ګامونه پورته کړي دي،دغه ډول اعلان اسرايل، ملايشيا، منګوليا او فلپاين هم کړی دی.

د صحت نړيوالې ادارې د زيارت، پنجشنبې په ورځ د کرونا وايرس په اړوند بېړني حالت اعلان کړي دي. نړیوالې ادارې ويلي په ۲۷ هېوادونو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت د مخالفه ګوندونو د سختو نیوکو وروسته د خالي یا شنبې په ورځ ویلي دوي به د کرونا وایرس د خورېدو د ویرې د چین نه خپل وګړي نه اوباسي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د صحت لپاره ځانګړي سلاکار ډاکټر ظفر مرزا د خالي په ورځ په اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي حکومت په خپله لومړۍ پریکړه کلک ولاړ دی.

ډاکټر ظفر مرزا د زیارت یا بنجشنبې په ورځ هم اعلان کړی وو چې حکومت د لویو ګټو لپاره د چین نه د خپلو خلکو د نه ویستلو فیصله کړې ده.

د دغه اعلان وروسته په پاکستان کې مخالفه سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو فعالانو د عمران خان په حکومت سختې نیوکې کړې وې او په حکومت يې ټکونه کړي وو چې د خپلو خلکو د خوندي کولو لپاره سنجیده نه دی.

د دغو نیوکو وروسته تیره ورځ حکومتي غړو په سېنېټ کې د مخالفه ډلو غړو ته باور ورکړی وو چې د حکومت دغه فیصله اخیرۍ پریکړه نه ده.

په وروستيو کې د چين د هووبي صوبې د وهان ښار نه څو پاکستاني زده کوونکو وي او ای ډيوه ته د ټيليفون د لارې ویلي ؤ دوی د سختې ويرې سره مخ دي او د پاکستان د حکومت په تمه دي بيرته د بوتلو دپاره انتظامات وکړي.

د راپورونو ترمخه په چين کې د زرګونو په شمېره کې پاکستانيان مېشت دي چې پکې په وهان کې زیاتره زده کوونکي هم ګېر پاتې دي.

راپورونه وايي کرونا وایرس که یوې خوا ته د چین ګڼ شمېر خلک مړه کړل او زرګونه یې اغېزمن کړل خو وایي د دې هېواد په اقتصاد یې هم بدې اغېزې کړي ځکه چې وایي له نړۍ سره یې د تاجرانو تجارتي اړیکي پرې شوي او کرنسي یوآن یې هم را غورځېدلی دی.

که څه هم چینایي چارواکي او رسنۍ وخت په وخت له کرونا وایرسه د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر خپروي، خو ځینې روغتیایي څېړونکي اندېښنه څرګندوي او وایي چې د دې وایرس له کبله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر تر سرکاري شمېر څو چنده زیات دی.

چین په ووهان کې د ټولو اوسېدونکو عملي طبي معاینه او کورنټین پېل کړی او بندیز یې لګولی چې دې ښار ته نه څوک ورتلی شي او نه ترې وتلی شي، د عامو خلکو تر څنګ یې د دې ښار ټول پروازونه او ولسي ټرانسپورټ هم ځنډولی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG