لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې درې کسان د مذهب د سپکاوي په تور زندان ته لېږل شوي


د پاکستان د پنجاب صوبې پوليس وايي، درې کسان چې د مذهب د سپکاوي تور پرې لګېدلی عدالت يې ضمانت نه دی منظور کړی او د جهلم زندان ته يې لېږلي دي.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه يو ځايي ژورنالسټ د ځايي ټيلي ويژن سره کار کوونکو څلورو کسانو پرضد د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې ده.

په مقدمه کې ويل شوي چې شکايت کوونکي په لسمه جنورۍ په فېس بک يوه ويډيو کتلې چې پکې څو ښځې رقص کوي او دغلته د کعبې او مسجد نبوي د عکسونو بېنرې لګېدلي دي.

ويل شوي دغه عمل د يو ځایي ټي وي چېنل د پرانستې د دستورې په مهال په ۳۱م دسمبر ۲۰۱۹م ترسره شوی دی.

ځايي ژورنالسټ عبدالغفار چې دا مقدمه درج کړې د ټي وي چېنل سره تړاؤ لرونکي څلور کسان يې پکې نومولي او ويلي يې دي دغو کسانو هغه او د نورو مسلمانانو جذبات ازار کړي دي او هغه د مقدمې درج کولو دپاره د يو ځايي مُلا نه فتوه هم اخیستې ده.

پوليس ويلي په تورن کسانو کې يې درې هغه وخت نیولي چې کله عدالت د دوی د ګرفتارولو نه وړاندې د ضمانت خواست رد کړو.

په پاکستان کې وخت وخت د مذهب د سپکاوي د پېښو او مقدمو خبرونه مخې ته راځي او د بشري حقونو تنظيمونه په دې ټکونه کوي چې زياتره خلک دا تورونه د خپلو شخصي ګټو دپاره کاروي.

د مذهب د سپکاوي د تورونو زياتره پېښې په پنجاب صوبه کې مخې ته راځي او په وروستيو کې د پنجاب صوبې په اسمبلۍ کې د مذهب د سپکاوي د قانون نور سختولو په لړ کې يو قرارداد هم منظور کړی شوی ؤ.

د پنجاب په اسمبلۍ کې په متفقه توګه منظور شوي قرارداد کې د مرکزي حکومته غوښتنه شوې وه چې په سوشل ميډیا د مذهب د سپکاوي کوونکو په اړه دې نوی قانون جوړ کړي یا دې په موجود قانون کې څه بهتري راولي.

قرارداد له مسلم لیګ نواز ګوند سره تړاو لرونکي د ماینونو صوبایي وزیر حافظ عمار یاسر وړاندې کړی چې د واکمنو او اپوزیشن ګوندونو له مخالفت پرته په متفقه توګه منظور شوی ؤ.

د قرارداد په بنیاد صوبایي وزیر له مرکزي حکومته غوښتي چې د سعودي عرب غوندې د څارنې او پاکۍ یو مرکزي سیسټم دې جوړ کړي چې له ټولنیزو رسنیو د مذهب د سپکاوي مواد لرې کوي.

په پاکستان کې د بشري حقونو تنظیمونه غوښتنه کوي چې د مذهب د سپکاوي په اړه قانون ته دې بيا کتنه وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG