لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د تېرو لسو کلونو په نسبت تر بل هر وخت ګراني زیاته شوې ده


Pakistan
Pakistan

واشنګټن ــــ د یوې اندازې له مخې په پاکستان کې په تېرو لسو کلونو کې تر بل هر وخت ګراني زیاته شوې ده او د جنورۍ میاشتې له ختمېدو سره په دې هېواد کې د ګرانۍ کچه دوه فیصده نوره زیاته شوې او له دې سره ګراني تر ۱۴ هم زیاته شوه.

د پاکستان د شماریاتو د ادارې د رپوټ له مخې په تېره جنوري میاشت کې د خوراکي شیانو بیې تر بل هر څه زیاتې شوې دي، چې وایي په هغوی کې غنم، اوړه، بوره (چیني)، ګوړه، غوړي او د پخلي تېر، مېوه او نور خوراکي شیان شامل دي.

په پېښور کې یو رکشه چلوونکی انعام الله وایي،‌ په تېر حکومت کې یې ژوند دومره نه وو اغېزمن شوی څومره چې یې د اوسني حکومت په مهال کاروبار له ګرانۍ اغېزمن شوی دی:

"۱۵۰۰ روپۍ وګټو د څلورنیم پینځه سوه روپیو سي این جي واچوو،‌ څلور پینځه سوه مالک ته ورکړو،‌ په پاته څلورو پینځو سوو خو کور نه چلېږي، په دې کې روغ رنځور پېښېږي او د ماشوم د سکول فیس وي دا هر څه به په قرض اخلو او هغه قرض به نه شي ادا کېدای".

د شماریاتو اداره وایي په کلیوالو سیمو کې د ښارونو په نسبت ګراني لا ډېره شوې ده، وایي هلته د بجلۍ د کموالي یا نشتوالي له کبله د سون د تېلو او ګېسو په بیو کې د تېرو اوو کلونو په نسبت ډېر زیاتوالی راغلی دی.

د رسمي‌ شمېرو له مخې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت له جوړېدو سره په دې هېواد کې د ګرانۍ کچه له ۵.۸۰ څخه ۱۴.۶ فیصده ته لوړه شوې ده، چې دا په تېرو دوولسو کلونو کې د ریکارډ ګراني ګڼل کېږي، تر هغه مخکې په ۲۰۰۷ او اتم کې ګراني ۱۷ فیصده ته ختلې وه.

د تحریک انصاف حکومت په روان کال کې د ګرانۍ کچه له ۱۱ تر ۱۳ فیصده پورې اټکل کړې وه خو د پیسو نړیوالې ادارې ای ایم ایف امکان څرګند کړی وو چې دا کچه به ۱۳ فیصد وي، خو دا مهال د ګرانۍ کچه تر دغو دواړو اټکلونو زیاته شوې ده.

په پاکستان کې د اقتصادي چارو پوهان وایي، کېدای شي په راتلونکو دوو میاشتو کې د ګرانۍ کچه نوره هم زیاته شي او تر هغه وروسته یې بیا د کمۍ امکان لیدل کېږي. په کراچۍ کې مېشت د اقتصادي چارو څېړونکی منیر افضل وایي، د خوراکي شیانو په بیو کې د زیاتوالي بنیادي وجه د روپۍ د ارزښت کمېدل دي:

"که څه هم له څو میاشتو د روپۍ ارزښت پر ځای ساتل شوی خو د خوراکي شیانو اوسنۍ ګراني په اصل کې د روپۍ تر شاوخوا ۴۰ فیصده لوېدلو وروسته وړې ضربې دي".

منیر افضل وایي حکومت د ګېس د ګرانولو خبرداری ورکړی، چې وایي له دې سره تر راتلونکو دوو میاشتو پروې ګراني‌ نوره هم زیاتېدای شي، خو وایي که د خوراکي شیانو له زېرمه (ذخیره) کولو سره مصنوعي بحران پیدا نه شو نو بیا د ګرانۍ د زیاتېدو څه امکان نه لیدل کېږي.

د پورونو پرله پسې زیاتوالی:

د پاکستان مرکزي پارلمان ته د حکومت له خوا د وروستیو وړاندې کړل شویو شمېرو له مخې په تېر یوه کال کې د هېواد د پورونو کچه ۴۰ فیصده ته لوړه شوې ده، وایي حکومت په تېر یوه کال کې ۴۳ کربه روپۍ پور اخیستی چې دا یو نوی ریکارډ دی.

ځینې اقتصادي څېړونکي وایي د قرضو زیاتېدونکې کچه په پاکستان کې د مالي نابرابرۍ سبب کېږي ځکه چې وایي له دې سره د پورونو د پرې کولو یعنې سود کچه زیاتېږي او حکومت اړ کېږي چې د پورونو د پرې کولو لپاره نور پورونه واخلي.

خو اقتصادي څېړونکی منیر افضل بیا دا خبره ردوي او وایي، په وروستیو کې مالي نابرابري ډېره کمه شوې، چې وایي‌ بنیادي وه یې پر درآمداتو یا وارداتو تکیه کمه شوې، د ټیکس په تر لاسه کولو او د پیسو په لېږلو (حواله جاتو) کې زیاتوالی راغلی دی:

"له بده مرغه حکومتي خرچې اوس هم زیاتې دي او څه خاص کمښت پکې نه لیدل کېږي، زه فکر کوم په پورونو کې د زیاتوالي سبب هم د روپۍ د ارزښت کمېدل دي".

د پاکستان د مالیې ټولولو مرکزي ادارې (ایف بي آر) په تېره جنورۍ میاشت کې تر خپلې ټاکلې اندازې تقریباً ۱۰۰ اربه روپۍ کم ټیکس را غونډ کړ، چې له کبله یې دا وخت هېواد په مجموعي توګه تر ۳۸۰ اربه د زیاتو روپیو د مالیو ټولولو له کمښت سره مخ دی.

پر ګرانۍ د اپوزیشن ګوندونو نیوکه:

په پاکستان کې د ګرانۍ او د پورونو د بېساري زیاتوالي او د مالیې تر لاسه کولو ټاکلي هدف ته پر نه رسېدو اپوزیشن ګوندونه پر حکومت کلکې نیوکې کوي. د مسلم لیګ ن ګوند مشر شهباز شریف پخپل یوه بیان کې ویلي، چې ګرانۍ د هېواد اقتصاد له تباهۍ سره مخ کړ.

شهباز شریف د ګرانۍ د کموالي په برخه کې د حکومت پر هڅو ناخوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ۱۸ فیصده خلک د ګرانۍ له کبله د غربت تر کرښه لاندې ژوند کوي، ځکه چې وایي حکومت د ۱۱ زره ۶۱۰ اربه روپیو قرضو په اخیستلو سره نوی ریکارډ جوړ کړ.

د مسلم لیګ ن ګوند تر څنګ پاکستان پیپلز ګوند، جمعیت علمای اسلام او نور اپوزیشن ګوندنه هم د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت نااهله بولي چې وایي نه یواځې یې هېواد له اقتصادي‌ بحران سره مخ کړی بلکې ولس یې هم د ګرانۍ له کبله له تباهۍ سره مخ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG