لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ای ایم ایف د ورغلي پلاوي له غوښتنو سره سم ټیکسونه نه دي را غونډ‌ کړي


واشنګټن ــــ د پیسو د نړیوالې ادارې ای ایم ایف یو پلاوی د اسلام اباد په سفر دی چې مقصد یې پاکستان ته د منظورې کړې شپږ اربه ډالرو قرضې تر درېیم قسط مخکې د دې هېواد اقتصادي حالات څارل دي.

رپوټونه وایي د ای ایم ایف د پلاوي او پاکستاني چارواکو تر منځ‌ مذاکرات دوام لري چې وایي پر پاکستان د نورو ټیکسونو د لګولو ټینګار کوي، خو د پاکستان د محصولاتو ادارې د ای ایم ایف دا هدف ډېر سخت ګڼلی چې د مارچ تر پایه دې ۳۵۰۰ ډالره ټیکس جمع کړي.

رپوټونه زیاتوي چې تر دې مهاله پاکستاني چارواکي د پیسو د نړیوالې ادارې له پلاوي سره کومې نتیجې ته دي رسېدلي او له ورغلي‌ پلاوي غواړي چې د ټیکس هدف یو څه را کم کړي خو وایي د محصولاتو ادارې چارواکو د ای ایم ایف پلاوی په دې برخه کې له خپلو هڅو مطمئن نه کړ.

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۹م او ۲۰۲۰م کال لپاره په مرکزي بجټ کې د ۵۵۵۰ اربه روپیو ټیکس را غونډولو هدف ټاکلی وو،‌ خو رپوټونه وایي‌ چې حکومت به په دغه ټاکلي هدف کې هم ۱۱ اربه روپۍ کمې تر لاسه کوي.

د پیسو نړیواله اداره غواړي پاکستان د ټیکس ټاکلي هدف ته د رسېدو لپاره پر دې هېواد نور ټیکسونه زیات کړي، خو د پاکستان د محصولاتو اداره وایي چې که نور ټیکسونه لګوي‌ نو د هېواد خراب اقتصادي حالت نور هم خرابېدای او ګراني زیاتېدای شي.

ای ایم ایف یا د پیسو نړیوالې ادارې د ۲۰۱۹م کال په جولای کې د پاکستان لپاره د شپږ اربه ډالرو قرضې منظوري ورکړې وه خو بیا دواړه خواوې په دې سلا شوې وې چې د پاکستان لپاره د ټیکس هدف ته بیا کتنه به د دواړو غاړو تر منځ‌ د پالیسۍ کچه به په مذاکراتو کې څېړل کېږي.

خبریال او د اقتصادي چارو څېړونکی مبارک زېب وایي، هیله من دی چې د ای ایم ایف پلاوی به دا ځل د پاکستان د کارکردګۍ په اړه مثبت رپوټ جاري کوي:

"یو هدف هغو ورکړی چې تاسې خپله خساره کمه کړئ نو د خسارې کمولو لپاره دا ضروري نه ده چې د محصولاتو اداره دې ټیکسونه زیات کړي. له دې کاله ماته نه ښکاري چې حکومت ته به څه ستونځه وي ځکه چې له ټیکس پرته په نورو محصولاتو کې ډېر پرمختګ شوی دی".

په پاکستان کې د ګرانۍ او د پورونو د بېساري زیاتوالي او د مالیې تر لاسه کولو ټاکلي هدف ته پر نه رسېدو اپوزیشن ګوندونه پر حکومت کلکې نیوکې کوي او داسې ګڼي چې د تحریک انصاف د حکومت د ناکامه پالیسیو له کبله د پاکستان ولس له ګرانۍ سره مخ شوی او په لکونو خلک بې روزګاره شوي‌ دي.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بټو د حکومت او ای ایم ایف تر منځ‌ تړون د پاکستان لپاره تاواني‌ ګڼلی او تېره ورځ‌ یې په یوه غونډه کې د وینا په مهال له حکومته غوښتنه کړې چې دې تړون ته بیا کتنه وکړي.

بلاول بټو خبرداری ورکړی چې که حکومت خپلې تاواني‌ اقتصادي پالیسۍ بدلې نه کړي او ګراني کمه نه شي نو په راتلونکې مارچ میاشت کې به د حکومت په ضد احتجاجي تحریک پیل کړي.

خو بل لوري ته واکمن تحریک انصاف ګوند د خپلو اقتصادي پالیسیو دفاع کوي او وایي چې په ۲۰۲۰م کال کې د پاکستان اقتصاد د پرمختیا په لور روان دی. وزیراعظم عمران خان پاکستاني ولس ته تمه ورکوي چې دا کال به د دوی په ژوند کې سوکالي‌ راولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG