د چين په هوبي صوبه کې د کرونا وايرس له امله په يوه ورځ کې نور ۷۳ تنه مړه شوي دي، د کوم سره چې د کرونا وایرس نه د مړو ټوله شمېره ۶۵۳ ته ورسېده.
د کرونا وايرس له امله په چين کې په يوه ورځ کې ۲۹۸۷ نوې پېښې رپوټ شوي دي.
د چين د صحت قامي کمېشن پخلی کړی چې په پينځمه فرورۍ په ملک کې د کرونا وايرس د ټولو پېښو شمېره د ۲۸ زرو نه سېوا شوې ده.
د رويټرز ترمخه د چين نه علاوه په نورو ۳۱ ملکونو کې د کرونا وايرس نه ۲۵۸ پېښې رپوټ شوي دي.
د کرونا وايرس له امله د چین وهان ښار تر ټولو زيات اغېزمن شوی او راپورونه وايي نور ښارونه هم تړل شوي دي.
راپورونه وايي د هوبي صوبې نه علاوه ټيانجن، په جنوب ختيځ کې هيلونګجيانګ او ګنزوهو کې هم د کرونا وايرس څخه د مړينو خبرونه مخې ته راغلي دي.
د رويټرز ترمخه په هوبي صوبه کې د تېرو دوه اوونيو راهسې د اور ګاډو سټېشنې، هوايي اډې او سړکونه تړلي پراته دي.
راپورونه وايي، تراوسه پورې د چين نه علاوه په فلپاين او هانګ کانګ هم دوه تنه مړه شوي دي.
جاپان ويلي د ټوکيو په جنوب کې په يوه بندرګاه کې په کروز سورو لسو کسانو کې د کرونا وايرس د موجودګۍ پخلی شوی دی.
ویل شوي امریکا هم د وهان نه نور ۳۵۰ امریکايي وګړي بهر کړي او د کیلي فورنيا په دوه پوځي اډو کې يې ساتلي دي.
د امریکا ترڅنګ څو هېوادونو د چين او د کرونا نه اغېزمنو نورو ملکونو سره پروازونه ځنډولي يا کم کړي دي.