لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ په يمن کې د القاعده د مشر د وژنې پخلی کړی


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د زيارت، پنجشنبې په ورځ پخلی کړی چې په يمن کې يې په ډرون بريد کې د القاعده مشر وژلی دی.

صدر ټرمپ ويلي، امریکا د ترهګرۍ پرضد کامياب عمليات ترسره کړي په عرب ټاپو کې يې د القاعده مشر او د اېمن الظواهرې مرستيال قاسم الرمي وژل شوی دی.

د امریکايي صدر په وېنا، "د رمي په مشرۍ د عرب ټاپو القاعده په يمن کې په عامو خلکو تشدد کړی او د امریکايي پوځ پرضد يې بریدونه کړي دي".

ټرمپ ويلي، "د هغه وژنه په عرب ټاپو او نړيوال کچ القاعده نوره د ناکامۍ سره مخ شوې، او دا مونږ دې ته نزدې کوي چې هغه ګواښونه ختم کړو چې زمونږ ملي امنيت ته ورپېښ دي".

د رمي په اړه ويل کيږي په کال ۲۰۰۹م کې د القاعده ملګری شوی په افغانستان کې يې د اسامه بن لادن دپاره کار کړی او په امريکايانو باندې په څو بریدونو کې ککړ ؤ.

امریکا وايي په دې وروستيو څو مياشتو کې دا د امریکا کامياب عملیات دي چې پکې مهم ترهګر وژني.

د اکتوبر په مياشت کې امریکې د داعش مشر ابوبکر البغدادي وژلی او تېره مياشت په جنورۍ کې يې په عراق کې د ايراني پوځ يومهم مشر قاسم سلیماني وژلي په عراق کې په ډرون بريد کې وژلی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG