امنیتي چارواکي وایي دشنبې په ورځ د افغانستان ختیز کې په امریکایي اؤ افغان ځواکونو برید شوی، اؤ ددې برید پلټنې روانې دي چې ایا برید کوونکي دافغان پوځ عسکر وؤ که عام ترهګر؟
ویل کیږي دغو برید کوونکو د افغانستان د ملي اردو دریشۍ اغوستې وې اؤ زیاتره وخت چې افغانستان کې په امریکایي یا ملي ځواکونو دغسې بریدونه کیږي نو ورته” له خپله کوره” د برید نوم ورکول کیږي.
افغانستان کې دامریکایي پوځ ویاند کرنل سوني لیت ویلي دغه برید تیره ورځ ننګرهار ولایت کې هغه مهال رامنځته شوی چې امریکایي اؤ افغان ځواکونه په ګډو عملیاتو بوخت وؤ.
هغه دغه برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړوند څه نه دي ویلي.
خو نړیوالې خبرې شبکې رائټرز د ننګرهار د یو امنیتي چارواکي مبارز خام له خولې لیکلي چې دا امریکایي اؤافغان پوځ ترمنځ نښته شوې چې پکې دمرګ ژوبلې اندېښنه شته.
دافغانستان ددفاع وزارت یو لوړپوړي چارواکي ویلي تر اوسه په ډاګه نه ده چې دا دافغانستان دملي اردو اؤ امریکایي عسکرو ترمنځ نښته وه که نه وسله والو ترهګرو برید کړی دی؟
دننګرهار د ولایتي شورا غړي شهراب قادري وایي دا نښتې د شنبې په ماښام د شیرزادو په ولسوالۍ کې شوي اؤ داسې ښکاري چې دا د بهرنیو اؤ افغان ځواکونو ترمنځ نښته ده.