لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د منظور پشتين په بله مقدمه کې ضمانت منظور شو


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پشتين په بله مقدمه کې ضمانت وشو، له دې وړاندې په دوه مقدمو کې د هغه ضمانت منظور شوی او په څلورمه مقدمه کې يې سبا د نهې، سه شنبې په ورځ بله اورېدنه ټاکل شوې.

د پي ټي اېم وکیل سعيداختر وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل نن د ګل، دوشنبې په ورځ د منظور پشتين پرضد د ګومل پوهنتون د تاڼې په جوړه مقدمه کې اورېدنه وشوه او د ډېره اسماعيل خان د سېشن دوېم د عدالت جج عارف الله د هغه ضمانت منظور کړو.

اختر وويل دغه مقدمه په پشتين د ۱۴۴ مادې د سرغړونې په سر جوړه کړی شوې او د رياست پرضد د خبرو او اړي ګړي جوړولو مادې پرې لګول شوې وې.

د نوموړي وکيل په وېنا سبا د پشتين په بله مقدمه کې د ضمانت په خواست اورېدنه ده که عدالت دغه خواست منظور کړو پشتين به ازاد شي.

د پي ټي اېم په وېنا په منظور پشتين د ۴۶ پورې مقدمې درج دي، وکيلان يې وايي د هغه تراوسه په څلورو مقدمو کې ګرفتاري ښکاره کړل شوې او دوی يې د ضمانت خواستونه کړي دي.

سعيد اختر وايي که په بله مقدمه کې يې ګرفتاري ښکاره کول کيږي نو هغه مقدمه به وروسته کيږي خو دوي پلان لري چې د دغو مقدمو په اړه پېښور هايکورټ ته لاړ شي چې يا خو دې دا ټولې مقدمې چې په يو ډول جوړې دي، هايکورټ دې ختمې کړي او يا دې يوې نېټې او يو ضمانت ته کړي.

د ډېره اسماعيل خان بل عدالت د خالي، شنبې په ورځ په دوه مقدمو کې د منظور پشتين د ضمانت منظوري ورکړې وه.

بل لور ته د پي ټي اېم فعال شاهد شېراني ضمانت منظور کړی شوی او د عالمزېب مسید اورېدنه تر سبا پورې ځنډول شوې ده، وکيلان يې وايي د مسید ريکارډ عدالت ته نه ؤ راوړل شوی.

د پاکستان حکومتي مامورين او پوځ په پي ټي اېم تورونه لګوي چې د بهر هېوادونو څخه ورته پېسې راځي او د پي ټي اېم په غړو بيا زياتره د رياست پرضد يا بغاوت او ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې درج کول کيږي.

خو پي ټي اېم وايي دوي د ائين او قانون لاندې د خپلو حقونو دپاره په پرامنه ډول مبارزه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG