لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: پاکستان کې تېر کال ابتدایي تعلیم وده نه ده کړې، 17 فیصده ماشومان له تعلیمه محروم دي


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د تعلیم په اړه یو تازه څېړنیز رپوټ وایي، د تعلیم په برخه کې د تحریک انصاف حکومت له هڅو سره سره د هغو ماشومانو په شمېر کې هیڅ کموالی نه دی راغلی چې سکول ته نه ځي.

رپوټ وایي اوس هم د هېواد 17 فیصده ماشومان له تعلیمه محرومه دي چې وایي په هغوی کې 10 ماشومان کله هم سکول ته نه دي تللي او 7 فیصده هغه ماشومان دي چې د بېلابېلو لاملونو له کبله یې سکول پرېیښی دی.

واک ته تر رسېدو مخکې تحریک انصاف ګوند پخپل منشور کې ویلي‌ وو چې تعلیم ته به تر ټولو زیات ارزښت ورکوي. د تعلیم وزارت تر لاسه کوونکي وفاقي وزیر شفقت محمود یو کال وړاندې له یو شخصي ټیلیویژن سره په مرکه کې ویلي وو:

"د بې تعلیمۍ په ضد مبارزه کوو او په دې اړه مو ډېره سنجیده منصوبه بندي روانه ده، په راتلونکې اوونۍ کې به په دې اړه یوه تګلاره اعلانوو او سکولونو ته د ماشومانو د بیرته راوستلو کار پیل شوی دی".

په پاکستان د تعلیم د څارنې لپاره کارکوونکې غیرسرکاري ادارې 'تعلیم او آګاهي' د 2019م کال لپاره پخپل کالني رپوټ کې ویلي، په تېر یو کال کې سکول ته د نه تلونکو ماشومانو شمېر یو څه کم شوی دی، خو وایي اوس هم له ۶ تر ۱۶ کلونو پورې عمر لرونکي ۱۷ فیصده ماشومان له تعلیمه بې برخې دي.

رپوټ زیاتوي چې په 2018م کال کې سکول ته د نه تلونکو ماشومو نجونو شمېر څومره وو په تېر 2019م کال کې هم پر هغه ځای ولاړ وو او وایي چې تر هغو هلکانو چې سکول یې پرېیښی د جینکو شمېر زیات دی.

په پاکستان کې د تعلیم د جاج اخیستونکې یوې بلې غیرسرکاري ادارې (الف اعلان) مرستیال مشر عمر اورکزی د تعلیم د دې خراب حالت په اړه وایي، د دې هر څه سبب دا دی چې د تحریک انصاف حکومت تعلیم ته هیڅ ارزښت نه ورکوي. ښاغلي اورکزي له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل:

"نن په بلوچستان کې تر ټولو زیاتې جینکۍ له سکولونو بهر دي آیا موږ بلوچستان کې د جینکو تعلیم ته څه توجه ورکړې ده؟ نن په قبایلي سیمو کې څومره سکولونه جوړېږي؟ په دې باندې څوک خبره نه کوي".

د یوې اندازې له مخې په پاکستان کې د ابتدایي تعلیم کوونکو ماشومانو- چې عمرونه یې له پینځه کلنۍ تر شپاړس کلنۍ پورې دي- شمېر تر پینځه کروړه زیات دی.

په پاکستان کې ماشومانو ته د لازمي تعلیم په اړه د آیین د ۲۵-اې مادې له مخې صوبایي او وفاقي حکومتونه هڅې کوي چې ماشومان په سکولونو کې داخل کړي، خو بیا هم د بېلابېلو سببونو خصوصاً په خلکو کې د تعلیم په اړه د شعور د نشتوالي له کبله شاوخوا دوه نیم کروړه ماشومان اوس هم تعلیم نه کوي.

د 'تعلیم او آګاهي' ادارې د سروې رپوټ له مخې په کشمیر کې 97 فیصده ماشومان سکولونو ته ځي، په ګلګت بلتستان کې 93 فیصده، په پنجاب او اسلام اباد کې 91 فیصده ماشومان سکول وایي او په یادو سیمو کې د کال په تناسب په سکولونو کې د ماشومانو په داخلو کې دوه فیصده زیاتوالی راغلی دی.

خو وایي د دې په نسبت بیا په وروسته پاته صوبه بلوچستان کې 30 فیصده، په پخوانیو جنګ ځپلو قبایلي ضلعو کې 27 فیصده، په سیند کې 14 او خیبرپښتونخوا کې هم 14 فیصده ماشومان له تعلیمه محروم دي.

د تعلیمي چارو پوهان وایي حکومت ته پکار دی چې نور د زړو او روایتي ګامونو پر ځای په بیړنۍ او ایمرجنسي توګه د ماشومانو د تعلیم لپاره کار وکړي،‌ وايي که داسې ونه کړي نو حکومت به د دې جوګه نه وي چې د تعلیم په برخه کې له نړۍ سره کړې ژمنې تر ۲۰۳۰م کال پورې پوره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG