لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سېنټ کمېټۍ د انټرنیټي ټیلیویژنونو د کنټرول په اړه د پېمرا سپارښتنې غیرقانوني وبللې او رد یې کړې


واشنګټن ــــ د پاکستان په سېنټ کې د بشري حقونو لپاره ځانګړې کمېټۍ د الیکټرانیک مېډیا د کنټرول د مرکزي ادارې (پېمرا) هغه سپارښتنې رد کړې، چې حکومت ته یې د ویب ټیلیویژنونو او د آنلاین ویډیویي پاڼو د کنټرول په اړه د قانون جوړولو لپاره کړې وې.

د سېنټ کمېټۍ ته د پېمرا مشر سلیم بېګ د خپلو سپارښتنو په اړه معلومات ورکړل، خو رپوټونه وایي چې هغه د کمېټۍ غړو ته د دې پوښتنې څه ډاډمن جواب ور نه کړ، چې آیا پېمرا د آنلاین ټیلیویژنونو او د سوشل مېډیا د چېنلونو د کنټرول څه قانوني جواز لري که نه.

د پېمرا مشر سلیم بېګ د سېنټ کمېټۍ غونډې ته ویلي، له ډېره وخته دوی ته د سوشل مېډیا په ضد شکایتونه کېدل، چې سوشل مېډیا د حکومت په قابو کې نه ده او دې ته دې پاملرنه وشي.

د کمېټۍ غړو د پېمرا د سپارښتنو مخالفت کړی دی. د سېنټ د بشري حقونو د کمېټۍ یو غړی او د بلوڅ ملتپال نېشنل ګوند سنېټر طاهر بزنجو وي‌ او اې ډیوه ته په خبرو کې د پېمرا سپارښتنې د آیین خلاف وبللې:

"د آیین ۱۹مه ماده هم د داسې سپارښتنو اجازه نه ورکوي، مثبت خبره دا شوه چې دا سپارښتنې اوس په بشپړه توګه رد شوې او نور نه شي پاتېدای".

پېمرا د جنورۍ په اتمه نېټه پر خپله ویبپاڼه یوه خبرپاڼه خپره کړې وه چې پکې یې حکومت ته د ویب ټي وي‌ چېنلونو د کنټرول سپارښتنې کړې وې او په دې اړه یې له خلکو خپلې رایې غوښتې وې.

د بې پولې خبریالانو په نامه د خبریالانو د ژغورنې د نړیوال تنظیم غړي اقبال خټک هم د سېنټ کمېټۍ په غونډه کې خپل دریځ وړاندې کړی دی او د پېمرا د سپارښتنو مخالفت یې کړی دی. ښاغلي‌ اقبال خټک وي او اې ډیوه ته وویل، که څه هم د سېنټ کمېټۍ دا سپارښتنې رد کړې خو وایي حکومت به بیا هم د سوشل مېډیا د کنټرول له هڅو لاس وا نه خلي:

"دا سپارښتنې د خلکو لپاره ډېرې د نقصان سبب جوړېدای شي ځکه چې د انټرنیټ‌ له وجې هر کس خبریال دی او د خپلې سیمې، ځان، قام، ولس او د خپل کور غږ حکومت ته د رسولو کوشش کوي، نو موږ دا فکر کوو چې د حکومت دغه ګام له خلکو دغه حق اخیستل دي".

د بې پولې خبریانو سازمان یوه اوونۍ مخکې په یوه بیان کې ویلي وو، که د پېمرا د سپارښتنو په نتیجه کې کوم قانون جوړ شي نو دا به حکومتي ادارو ته د رسنیو د کنټرول اضافي واک ورکړي ځکه چې وایي په دې هېواد کې مخکې له مخکې پر آنلاین رسنیو سنسرشپ زیات کړل شوی دی. د بې پولې خبریالانو تنظیم ویلي وو، د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت هڅه کوي د انټرنیټ له لارې د آنلاین ویډیو چلوونکې نړیوالې ویبپاڼې یوټیوب، ویمیو او نیټ فلیکس تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د خبریالانو د ژغورنې لپاره کارکوونکی اقبال خټک وایي، که حکومت د پېمرا په سپارښتنو قانون جوړ کړ، نو بیا به هیڅوک هم په انټرنیټ تر هغه وخته خپله ویډیو نه شي خپرولای چې تر څو یې لایسنس نه وي اخیستی.

پېمرا دا سپارښتنه هم کړې وه چې د خبرونو لپاره د ویب ټیلیویژن چېنل لایسنس یا جواز دې یو کروړ او د تفریحي چېنل لایسنس دې 50 لکه روپۍ و ټاکل شي.

پېمرا د ویب او آنلاین چېنلونو د کنټرول لپاره دا سپارښتنې په داسې وخت کې کړې چې په پاکستان کې له تېر یو نیم کال راهیسې الیکټرانک او چاپي رسنۍ تر سخت کنټرول لاندې دي چې له کبله یې خبریالان، سیاسي ګوندونه او د مدني ټولنې فعالین پوزې ته راغلي او وایي داسې حالات دوی په پوځي مارشلا کې هم نه وو لیدلي.

د تحریک انصاف ګوند حکومت په موده کې سلګونه خبریالان بې روزګاره شوي چې ډېرو یې په شخصي ډول ویب ټي وي چېنلونه پرانیستي او د هېواد پر هغو موضوعاتو هم خپرونې کوي چې د پېمرا تر کنټرول لاندې ټي وي چېنلونو کې ورته ځای نه ورکول کېږي.

خو د تحریک انصاف حکومت د رسنیو د ازادۍ دعوه کوي او په دې اړه د ناجایزه او غیرقانوني بندیزونو تورونه نه مني. د پاکستان وزیراعظم عمران خان په تېرو میاشتو کې امریکې ته د سفر په وخت له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره د خبرو په وخت ویلي وو چې په هېواد کې یې رسنۍ په بشپړه توګه ازادې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG