لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیګار: د افغانستان په بیارغونه کې شاوخوا ۲۲۰۰ کسان وژل شوي


د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش د دفتر یا سیګار یو رپوټ چې د سې شنبې یا نهې په ورځ فبرورۍ ١١ خپور شو، وایي د ٢٠٠٢ څخه تر ٢٠١٩ پورې د افغانستان د بیارغونې پر ماموریت باندې بریدونو کې څه د پاسه ٢٢٠٠ تنه وژل شوي او شاوخوا ٣٠٠٠ نور ټپیان شوي دي.

د "انساني مرګ ژوبلې" په اړه دغه رپوټ پداسې حال کې خپریږي چې په کابل کې په ننني برید کې بیا یو شمیر ملکيان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي استازي جان سوپکو، وویل چې د ٢٠٠٢ کال څخه د ٢٠١٩ کال تر پای پورې ٢٢١۴ تنه په غیر محاربو ډګرونو کې وژل شوي چې ٢٨۴ یې امریکایي اتباع دي.

د سیګار مشر پدغه رپوټ کې همداشان ویلي چې د ۲۴۸ امریکایانو له ډلې نه ٢١٦ یې پوځیان او ٦٨ یې ملکیان وو. پدغه رپوټ کې هغه بریدونه ندي شامل چې پر امریکا پوځي اډو او ملکي اهدافو باندې شوي دي.

ښاغلي سوپکو ویلي چې د ١٣١ پوځیانو او ١۴۴٧ ملکیانو په وژل کیدو سره د مرګ ژوبلې زیاته کچه افغانانو ته رسیدلې ده چې د خپل هیواد د بیارغونې لپاره یې ژوند بایللی دی.

ددې تر څنګ د ایتلاف د غړو هیوادونو ١٠٠ تنه اتباع او د نورو هیوادونو ١٢۴ تنه اوسیدونکي هم د افغانستان په بیارغونه کې وژل شوي دي.

هغه ویلي دي سره له دې چې د امریکا متحده ایالات د یو احتمالي موافقې لپاره په مذاکراتو بوخت دي د ٢٠١٩ کال په وروستۍ برخه کې تاوتریخوالی تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی.

ښاغلي سوپکو ویلي چې سیګار د کلونو راهیسې پراخې هڅې کړي چې د بیارغونې او د افغانستان د ثبات لپاره مالي لګښتونه وڅاري، خو د انساني تلفاتو د شمیر او د هغه کسانو د څارنې لکه په اړه یې چې ددغو فعالیتونو د بشپړه کولو لپاره یرغمل شوي لږې هڅې کړې دي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG