لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دګرانۍ راکمولو دپاره دپاکستان مرکزي کابېنې د۱۵ؤ اربو روپو منظوري ورکړه


دپاکستان مرکزي کابینې په غریب اولس د ګرانۍ دبار کمولو په موخه د ۱۵ؤ اربو روپو داسانتیا ورکولو منظور ورکړې ده چې په دې پیسو به د یوټیلټي سټورونو یا سرکاري دوکانونو دننه خلکو ته په ارزانو نرخونو د اړتیا شیان ورکول کیږي.

داطلاعاتو په هکله د وزیراعظم معاونې فرودس عاشق اعوان دکابېنې له غونډې وروسته میډیا ته ویلي یوټيلټي اسټورونو ته به تر راتلونکو پینځوؤ میاشتو هره میاشت دوه اربه روپۍ ورکول کیږي ترڅو په دغو پیسو اولس باندې په ارزان نرخ د ورځني اړتیا شیان وپلوري.

هغې وویل په یوټیلټي اسټورونو به دالونه اؤ وریژې دعامو هټیو په پرتله ۱۵نه نیولې تر۲۰ؤ روپو کلو ارزان ترلاسه کیږي.

هغې وویل اوس به د ۲۰کلو اوړو یوه تروړه په ۸۰۰ روپۍ،چیني په ۷۰ اؤ غوړي په ۱۷۵ روپۍ ترلاسه کیږي.

ددې ترڅنګ فردوس عاشق اعوان دا هم وویل چې حکومت غریبو اؤ بې وزله خلکو دپاره رمضان کې راشن کارډ پیلوي چې په هغې به خوراکي شیانو باندې د ۲۵ؤ نه نیولې تر۳۰ فیصده پورې رعایت ورکول کیږي

د یوې اندازې له مخې په پاکستان کې په تېرو لسو کلونو کې تر بل هر وخت ګراني زیاته شوې ده او د جنورۍ میاشتې له ختمېدو سره په دې هېواد کې د ګرانۍ کچه دوه فیصده نوره زیاته شوې او له دې سره ګراني تر ۱۴ هم زیاته شوه.

تیره اوونۍ دپاکستان دشمیر شمیرې ادارې پخپل راپور کې ویلي وؤ چې هیواد کې دجنورۍ په میاشت کې د دګرانۍ کچه د21.6 نه 14.6 ته رسېدلې اؤ دا په تیرو دولسو کالو کې تر ټولو زیاته ګراني ده چې اولس ورسره مخ شوی دی.

دګرانۍ ددې کچې سره سم پاکستان کې په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو څېړونکي دعمران خان په حکومت کلکې نیوکې کوي چې ایي ایم ایف اؤ نورو ادارو سره دلوطنامو په اساس یې دهرڅه بیعې دومره لوړې کړي دي چې غریبه طبقه یې په ژوند ستومانه کړې ده .

ددې سیوا شوؤ نیوکو وروسته دپاکستان وزیراعظم عمران خان په نهمه فرورۍ په ټوئټر لیکلي وؤ” زه په هاغو ستونزو خبر یم چې دتنخادارې طبقې په ګډون ورسره عام اولس مخ دی ځکه نو پرېکړه مې کړې ده چې که هرڅه کیږي حکومت به مې دنهې په ورځ دکابنې غونډه کې دخوراکي توکو د بېعو راټیولو دپاره دبیلابیلو ګامونو اعلان کوي”

Recommended

XS
SM
MD
LG