لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ د پوځي عدالتونو څخه د فېصله شوؤ مقدمو تفصيل غوښتی


پېښور هايکورټ د مرکزي او د خېبرپښتونخوا حکومت او وکيلانو نه غوښتي چې د پوځي عدالتونو څخه سزاوار شوؤ مجرمانو پرضد د ۲۳۰ پورې خواستونو په اړه دې په ليکلې بڼه ځوابونه عدالت ته وړاندې کړي، عدالت د ځوابونو دپاره ۲۰ فروري نېټه ورکړې ده.

د پېښور هايکورټ د مشر قاضي (چيف جسټس) وقار احمد سېټهـ او جسټس عبدالشکور دوه کسيزه بنچ د نهې، سه شنبې په ورځ د مقدمې اورېدنه کړې ده.

وکيل شبير حسېن ګګياڼی وايي، عدالت د تېرو دوه کلونو راهسې د پوځي عدالتونو او اړونده حکومتونو نه ځوابونه او د مقدمې تفصيل غوښتی وو.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ګګياڼي وویل،"د پوځي عدالتونو د فېصلو پرضد د ۳۰۰ نه زيات دا اپیلونه لګېدلي وو او په دوی کې اکثريت داسې دی چې هغو ته د پانسۍ (تېزندۍ) سزا اورول شوې ده د عمر قېد، د ۲۵ او ۳۰ کاله بند، د پوځي عدالتونو په اړه وکیلانو ته لارښوونه شوې چې عدالت ته ريکارډ ورکړي او څو موقعې هغو ته ورکړی شوې خو هغو ريکارډ وړاندې نه کړو".

هغه وويل، "عدالت ۲۰ م فروري د فېصلې دپاره وټاکله او وې ويل چې د ۲۰م فرورۍ نه وړاندې که څوک غواړي هر فريق، نو په ليکلې بڼه دې خپل دليلونه يا ثبوت عدالت ته ورکړي بيا به په ۲۰م فرورۍ عدالت فېصله اوروي".

پېښور هايکورټ ته دغه خواستونه د پوځي عدالتونو څخه د سزاوار شوؤ خپلوانو کړي وو.

يو بل وکیل ميا تجمل شاه وايي، د پېښور هايکورټ د وړاندې نه په ۲۳۰ مقدمو کې د پوځي عدالتونو لخوا ورکړی شوې سزاګانې عملي کول ځنډولي وو او د تېرو دوه کلونو راهسې په دې مقدمو کې د کېمرې شاته (ان کېمره) اورېدنې کېدې.

"اوس دا حکم د فېصلې دپاره شو که څوک په دې وخت کې پوځ يا د پاکستان حکومت څه هم کول غواړي نو په ليکلې بڼه هغه جمع کولی شي په ځينو اورېدنه روانه ده هغه چې ورک ؤ هغه مالوم شو چې اؤ، هغوی شته. سرکاري وکيلان ريکارډ نه جمع کوي په عدالت کې د دوه کالو نه، مخکې به دوی مونږ ته هغه ريکارډ راکولو، مونږ به کتلو خو اوس دوی هغه نه راوړي".

د کال ۲۰۱۸م د اکتور په مياشت کې د پېښور هایکورټ د پوځي عدالتونو د سزا شوؤ ۷۵ مشکوک ترهګرو سزاګانې غېر قانونه ګرځولې وې.

وروسته بيا مرکزي حکومت د هايکورټ د دې فېصلې پرضد په سپريم کورټ کې خواست کړی ؤ په کوم خواست چې سپريم کورټ تراوسه فېصله نه ده اورولې.

شبيرحسېن ګګياڼي وايي د پاکستان حکومت د پېښور هایکورټ د کال ۲۰۱۸م دغه فېصله په عالمي عدالت انصاف کې د پاکستاني عدالتونو د ازادانه چلند په توګه کارولې وه.

"زمونږ حکومت د انصاف په نړيوال عدالت کې دا فېصله د کلبوشن په مقدمه کې پېش کړې وه چې زمونږ داسې هايکورټ دی او داسې ښکلې فېصله يې کړې ده نو هم هغه فېصله بيا دوی په سپريم کورټ کې چېلنج کړې وه په هغې يې د ځنډ حکم (سټي) اخيستې وه او هغه کسان تراوسه نه دي خوشي شوي".

پېښور هايکورټ په دغه فېصله کې ليکلي ؤ د ترهګرۍ د مشکوک ملزمانو د اقبال جرم په بنياد پوځي عدالتونو سزاګانې ورکړي خوپه دې مقدمو کې د نورو ثبوتونو کمی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG