لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مارک ایسپر:افغانستان کې دامریکایي پوځیانو دشمیرې۸۶۰۰ ته د راوستلو په وړاندیز غور روان دی


دناټو هیوادونو دغونډې په جریان کې دبیلجیم برسلز ښار کې خبریالانو سره خبرو کې ددفاع وزیر ویلي “مونږ افغانستان کې دخپلو پوځیانو شمیره په اسانه ۸۶۰۰ ته راوستلی شو،مونږ باوري یو چې په همدومره شمیره به خپل مشن ته دوام ورکړل شو”

دامریکې ددفاع وزیر مارک ایسپر وایي افغانستان کې چې څنګه دتشدد پېښې راکمي شي نو امریکا به په دغه هیواد کې دخپلو ځواکونو په کمولو لاس پورې کړي.

هغه ویلي امریکا افغانستان کې دموجودو خپلو ځواکونو دشمیرې ۸۶۰۰ ته د ټیټولو په وړاندیز غور کوي.

دناټو هیوادونو دغونډې په جریان کې دبیلجیم برسلز ښار کې خبریالانو سره خبرو کې ددفاع وزیر ویلي مونږ افغانستان کې دخپلو پوځیانو شمیره په اسانه ۸۶۰۰ ته راوستلی شو،مونږ باوري یو چې په همدومره شمیره به خپل مشن ته دوام ورکړل شو

ددې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان څخه د ځواکونو ویستل به طالبانو سره د سولې دخبرو نتیجې پسې تړلي وي ؟ مارک ایسپر وویل تشدد کې دکمې راوستلو په شرط غور روان دی، زه امریکایي ائتلافیانو سره په دې اړوند هم خبرې اترې کووم

هغه دخپلو خبرو په مهال واضحه کړه چې افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو په وتلو خبرې نه کیږي اؤ وئ ویل مونږ په کراتو ویلي دي چې دجګړې میدان کې د موجودو کمانډرانو د وړاندیزونو په رڼا کې مونږ دخپلو ځواکونو شمیره په اسانۍ سره ۸۶۰۰ؤ ته راوستلی شو اؤ باوري یو چې په دې شمیره به هم خپل مشن ته دوام ورکړل شو

په افغانستان کې دا مهال ۱۳۰۰۰ امریکایي او زرګونه نور د نېټو ځواکونو پوځیان دي. د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ‌ د امریکې د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله وروستۍ وینا کې ویلي وو، چې غواي په افغانستان کې خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځیان ور ستانه کړي.

بل لوري ته ایسوسي ایټډ پریس پخپل یو راپور کې ویلي چې طالبانو امریکایي چارواکونو سره د څو اوونیو راهسې له روانو خبرو وروسته واشنګټن نه غوښتنه کړې ده چې دهغوئ لخوا په لمړي سر کې د یوې اوونۍ دلنډمهاله اوربند وړاندیز ته باید مثبت ځواب ورکړل شي ګنې هغوئ به خبرې نیمګړې پریږدي اؤ لاړ به شي.

دغه خبري شبکه وایي دا خبرې ورسره دوؤ طالب چارواکو کړي دي.

د راپور له مخې طالبانو د یوې اوونۍ د اوربند وړاندیز ددې دپاره کړی چې هغوئ دامن دکوم غوڅ تړون پرته د رسمي اوربند ژمنه کول نه غواړي.

د افغان حکومت دوو جلا سرچینو او یوه غربي سفارتکار ویلي، چې که طالبان په افغانستان کې پخپلو بریدونو او تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راولي نو امکان شته چې په روانه فرورۍ میاشت کې د امریکې او طالبانو تر منځ په قطر کې د سولې تړون لاسلیک شي.

د افغان سولې تړون ته د امریکې او طالبانو د نیژدې کېدو دا خبر په داسې وخت کې خپور شوی چې افغان ولسمشر اشرف غني او د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو درې ورځې وړاندې په ټلیفوني خبرو کې د سولې په خبرو کې د پرمختګ زېری ورکړی.

XS
SM
MD
LG