لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایشیا انټرنیټ کولیشن پاکستان کې ټولنیزو رسنیو دپاره په نوې تګلاره سختې اندېښنې ښودلي


ایشیا انټرنیټ کولیشن(ای ایي سي) پاکستان کې له نورو اړوند اړخونو سره له مشورې پرته دحکومت لخوا د ټولنیزو رسنیو په هکله دنوؤ قاعدو اؤ ضابطو په رامنځته کولو سختې اندېښنې ښکاره کړي اؤ په اړونده چارواکو یې ټینګار کړی چې خپل دې ګام ته سر دوباره کتنه وکړي.

دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ اوړمه ورځ دمرکزي کابینې غونډه کې د ټولنیزو رسنیو دپاره دنوؤ قاعدو، ضابطو منظوري ورکړل شوې وه چې په پاکستان کې صحافتي تنظیمونو اؤ مدني فعالانو دې نوؤ تګلارو و ته سخت غبرګون ښودلی اؤ دا یې په سوشل میډيا دخلکو د غږونو غلي کولو هڅه بللې ده.

دپاکستان ډان ورځپاڼه وایي دانټرنیټ د سترو کمپنیو لکه فیس بک،ټوئټر،ګوګل،ایمازون،ایئر بي این بي،ایپل،بکنګ ډاټ کام.ایکسپیډيا ګروپ،ګریب.لنکډان،لائن،راکوټین اؤ یاهو نه جوړ صنعتي ائتلاف ای ایي سي دپاکستان دحکومت دا تګلاره ددغه هیواد د انټرنیټي ګټو دپاره زیانمنه ګرځولې ده.

دای ایي سي مشر جیف پین پخپل یو خپور کړي بیان کې ویلي دپاکستان دحکومت له لوري دنورو اړوند اړخونو اؤ صنعتونو سره له مشورې پرته په پراخه کچه دانلاین قاعدو د مجموعې په مخې ته راوړلو ایشیا انټرنیټ کولیشن ژوره اندېښنه لري.

هغه ویلي دا نوې قاعدې به د رایې څرګندولو ازادي اؤ د وګړو شخصي تحفظ اؤ رازونه دګواښونو سره مخ کړي.

نوموړي ویلي “مونږ دپاکستان په حکومت ټينګار کوؤ چې په دې قاعدو بیا دسره غور وکړي ځکه چې دا په احتمالي ډول دپاکستان د انټرنیټي ګټو دهوډ مخې ته هم زیانمنه ثابیتیدای شي”

دپاکستان مرکزي حکومت چې د ټولنیزو رسنیو دپاره دکومې نوې تګلارې منظوري ورکړې دهغې له مخې به د یوټیوب،فیس بک،ټوئټر اؤ ټک ټاک دپاره اسلام اباد کې دفتر پرانستل اړین وي اؤ که څوک دغسې ونه کړي نو ۵۰ؤ کروړو روپو پورې جرمانه به پرې لګولی شي.

دټولنیزو رسنیو دپاره نوي تګلاره د برقي جرمونو دقانون یا الیکټرانک کرائمز ایکټ برخه جوړه کړل شوې اؤ قانون پځائ کوونکو اؤ استخباراتي ادارو ته په ټولنیزو رسنیو د ناوړه یا د اعتراض جوګه موادو په ضد دګامونو اخستلو واک ورکړل شوی دی.

ددې نوؤ قاعدو له مخې به اوس ټولو نړیوالو ټولنیزو رسنیو ته چې یوټیوب،فیس بک،ټوئټر، ټک ټاک اؤ ډيلي موشن هم پکې شامل دي د درېوؤ میاشتو دننه اسلام اباد کې خپل ځانونه راجسټرډ کول وي اؤ ددې ترڅنګ به ورته دتماس نیونې دپاره خپل استازي یا د رابطو افسران هم دلته ګمارل وي.

دپاکستان یو وتلی خبریال ښاغلی طلعت حسین وایي دپاکستان حکومت که هرڅو هڅه کوي چې له میډیا وروسته ټولنیزې رسنۍ هم دبندیزونو لاندې راولي خو کله به هم نړیوالې انټرنیټي شبکې په دې کار کې دپاکستان سره همغږې نه شي.

په ټولنیزو رسنیو خپرې کړې خپلې یوې ویډیو کې ښاغلي طلعت حسین ویلي دانټرنیټ نړیوالې کمپنۍ به دې ته غاړه کښینږدي چې دپاکستان دقوانینو منلو دپاره خپل نړیوال اعتبار دلاسه ورکړي.

امریکا غږ ډیوه سره خبرو کې دپاکستان د خبریالانو د مرکزي اتحادیې( پي ایف یو جی) مرستیال مشر ښاغلي بخت زاده یوسفزي هم ددې نوؤ قوانینو په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ ویلي یې دي صحافتي تنظیمونه اؤ مدني ټولنه به ددې قوانینو په لاګو کولو غلې نه پاتې کیږي.

دښاغلي بخت زاده یوسفزي په وینا صحافتي تنظیمونه اؤ مدني ټولنه به ددې نوي قوانینو په ضد احتجاج کوي اؤ دعدالت دروازه به ټکوي تر څو حکومت ددې قوانینو په بیرته اخستلو مجبور کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG