لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي اېم د بنديوان فعال حسن ناصر ضمانت منظور شو


حسن ناصر
حسن ناصر

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مردان ضلعې مشر حسن ناصر ضمانت د پېښور هایکورټ منظور کړو، نوموړی د جنورۍ په مياشت کې په مردان کې نيول شوی ؤ.

د حسن ناصر وکيل شهاب خټک وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل دوی د ناصر د ضمانت دپاره پېښور هايکورټ ته خواست کړی ؤ او نن د جمعې په ورځ يې عدالت ضمانت منظورکړو.

په حسن ناصر د سائبر کرايم د قانون لاندې او د ادارو پرضد د کرکې خورولو د تورونو مقدمه درج کړی شوې وه.

حسن ناصر هغه وخت نيول شوی کله چې پي ټي اېم په ۱۲ جنورۍ په بنو کې د جلسې اعلان کړی او نوموړي د جلسې دپاره کمپاين کولو.

ناصر له دې وړاندې هم درې ځله نيول شوی ؤ.

د حسن ناصر نه وړاندې د پي ټي اېم د عارف وزير، شاهد شېراني او شيراز مومند مومند ضمانتونه هم منظور شوي اود بند څخه خوشي شوي دي.

بل لور ته په بلوچستان صوبه کې د پي ټي اېم فعال اسد قرار وايي دغلته هم د پي ټي اېم پينځه فعالان ، ملا بهرام، قاسم اڅکزی، زوالقرنېن، اوېس ابدال او غفار اتمانخېل نيول شوي دي.

د پي ټي اېم فعال وايي د ملابهرام او قاسم اڅکزي ضمانتونه پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ منظور شوي خو لا خوشي کړی شوي نه دي.

د پاکستان حکومتي مامورين او پوځ په پي ټي اېم تور لګوي چې د بهر هېوادونو څخه ورته پېسې راځي او د پي ټي اېم په غړو بيا زياتره د رياست پرضد د نعرو يا بغاوت او ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې درج کول کيږي.

خو پي ټي اېم وايي دوي د ائين او قانون لاندې د خپلو حقونو دپاره په پرامنه ډول مبارزه کوي.

دا وخت د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په خپله هم په دغه ډول مقدمو کې د ډېره اسماعيل خان په زندان کې بنديوان دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG