لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: دوکۍ کې د کولې د کانونو پر سر له ایف سي سره تړون، پښتونخوا ملي عوامي ګوند یې مخالفت کړی


کوټه ــــ د پاکستان په ناارامه خو له قدرتي وسایلو ډک بلوچستان ایالت کې د دوکۍ ضلعې درو قبیلو د کولې یا د ډبرو د سکرو پر سر له ملېشه ځواکونو (ایف سي) سره یو تړون کړی چې له مخې به یې پر يوه ټن کويله ايف سي ته 400 روپۍ ورکول کېږي.


پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ایف سي او ځایي خلکو تر منځ پر دې تړون سخت غبرګون څرګند کړی دی. د دې ګوند یو مرکزي مشر سنېټر عثمان خان کاکړ وایي، د کویلې په اړه تړون د بلوچستان د ماینونو د سرکاري ادارې کار دی او د ده په نظر دغه تړون غیرقانوني ګڼي.

د تړون رسمي غونډه د دوکۍ ښار د ملېشه ځواکونو په قلعه کې د پنجشنبې- زیارت په ورځ وشوه چې پکې د لوڼي، زرکون او مري قبيلو ځايي مشرانو، د مځکې خاوندانو او د کويلې ټېکدارانو ګډون وکړ.


د تړون په غونډه کې شريک ځايي مشر سردار خوشدل خان لوڼي وي او اې ډيوه ته وويل چې له تېرو ديرش کالو د لوڼي، زرکون او مري قبيلو تر منځ د سکرو پر کانونو دعوې او شخړې وې، وایي ښه وشو چې دا معاهده وشوه:

"ايف سي به د امنيت چارې تر سره کوي او د امنیت لپاره به د کانونو مالکان پیسې ورکوي، موږ به د يوه ټن کویلې پر سر و ايف سي ته څلور سوه روپۍ ورکوو"



د لاسليک په دستوره کې شريک د دوکۍ د مطبوعاتو د کلب مشر خبريال الله نور ناصر په وينا غونډې ته د خبرو په مهال د ايف سي کرنل شاه نواز سليم ویلي، ايف ته چې کومې پيسې ورکول کيږي د هغو پيسو شپيته فيصده به د امنيت پر خوندي ساتلو لګيږي او څلوېښت فيصده پيسې به د سيمې د تعليم، روغتیا او نورو ستونځو د حل لپاره کاروي.

د الله نور په وينا چې د څلورو سيمو "نرهن، واريزي، تورغر او هوسړي" څخه به کوله را ايستل کيږي، چې ايف سي به یې امنيت خوندي ساتي او بیا به دغه کوله د پاکستان پنجاب صوبې ته وړل کېږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنېټر عثمان خان کاکړ وایي، دا ډول تړونونه د بلوچستان په څماولنګ او هرنایي کې هم له ملېشه ځواکونو سره شوي دي چې د ده په وینا په اربونو روپۍ ورڅخه په غیرقانوني ډول اخیستل شوې دي. عثمان کاکړ وایي:

"له سیوۍ تر شاهرګې د رېلوې لاین جوړېدو لپاره ایف سي امنیت نه ساتي خو د کویله را ایستلو لپاره امنیت ساتي، خوست او شاهرګې ته له بهره درې څلور ټېکداران راغلي دي هغوی قبضه کړې ده او کویلې په ناجایزه توګه وړي".


له 2015م کال راهیسې په دې سيمه کې د کولې يا د سکرو د کانونو ټېکدار غفار نظامي وایي، دا ډېره مهم تړون وشو چې وایي له دې سره به د سکرو را يستل پيل شي او خلکو ته به روزګار ورکړل شي. د ښاغلي نظامي په وينا دی خپله هم ايف سي ته پر يوه ټن کويله باندې څلور سوه روپۍ ورکوي، خو وایي په 2015م کال کې یې د شوي تړون په بنیاد ايف سي ته 220 روپۍ ورکولې.

د دوکۍ په کومه سیمه کې چې د ملېشه ځواکونو او درو قبیلو- چې دوې پښتنې او یوه بلوڅه قبیله ده- تر منځ کوم تړون شوی دی په دې سیمه کې خپلواکي غوښتونکي بلوڅان هم فعاله دي او هغوی نه غواړي چې له سیمې دغه معدنیات را و ایستل شي. وسلوال بلوڅان اکثر هلته پر حکومتي چارواکو او د کویلې په کانونو بریدونه کوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG