لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:په ډاټسن بمبارۍ کې نهه کسان وژل شوي


افغان چارواکي وایي دافغانستان ننګرهار ولایت کې په یو ډاټسن بمباري شوې چې پکې نهه کسان وژل وژلي شوي خو ددغو کسانو په هکله تر اوسه هیڅ نه ده معلومه چې څوک دي؟

دننګرهار د والي د ویاند عطاء الله خوږیاڼي له خولې امریکا غږ اشنا پخپل راپور کې ویلي چې دغه پېښه دجمعې په ورځ‌ د سره رود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې رامنځته شوې ده.

د والي ویاند نه خو د وژل شوؤ کسانو پیژندګلو په ډاګه کړې اؤ نه یې دا ویلي چې په ډاټسن موټر دا بمباري افغان ځواکونو کړې که بهرنیو ځواکونو هدف ګرځولی؟

تر دې مهاله افغان دولت اؤ بهرنیو ځواکونو هم نه ده څرګنده کړې چې دا برید په چا اؤ ولې شوی دی؟

خو حکومتي سرچینې بیا اشنا ته ویلي چې په بمبارۍ کې وژل شوي ټول عام کسان دي اؤ هغوئ دخوږیاڼو دجمعې د ورځې میلې ته تللي وؤ.

دننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر دعوه کړې ده چې د وژل شوؤ کسانو شمیره ۱۱ده اؤ ټول عام خلک دي.

دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې نړیوال مطبوعات وایي هم پرون د جمعې په ورځ امریکا اؤ طالبان افغانستان کې د یوې اوونۍ دپاره جګړه کې دنرمښت راوستلو په تړون صلاح شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG