لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خلیلزاد سره داشرف غني لیدنه،افغان سوله کې شوي پرمختګونه یې ارزؤلي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني د شنبې په ماښام په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره کتلي اؤ افغانستان کې دسولې په اړوند په شوؤ پرمختګونو یې ورسره خبرې اترې کړي دي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره د ولسمشر اشرف غني د تېرې ورځې په کتنه کې د مطرح شویو موضوعاتو پر تعقیب ټینګار وکړو.

زلمي خلیلزاد له دغې لیدنې وروسته پخپله ټوئتر پاڼه لیکلي چې ولسمشر غني سره یې دتاؤ تریخوالي دکمیدو په فرصت موندنه اؤ افغان شموله سولې په ارزښت خبرې اترې کړي.

هغه پخپل ټوئټ کې په افغانان ټینګار کړی چې دفرصت څخه په ګټې اخستو باید د څلورو لسیزو نه د زیات وخت راهسې روانه جګړه پائ ته ورسوي.

په عین حال کې افغان ولسمشر اشرف غني دمونیخ ۵۶ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا د سنا جرګې له یو شمېر استازو سره کتلي اؤ دافغانستان په ګډون یې ورسره په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کړي دي.

اشرف غني څرګنده کړه، سوله د افغان دولت او ملت لومړیتوب دی اؤ موږ باید په دقیق ډول د دغې پروسې ګواښونه وپېژنو، ترڅو له کومې سترې ننګونې سره مخ نه شو.

هغه وویل افغانان، د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي او موږ د یوه شریک په توګه غواړو خپلې ستراتېژیکې اړیکې مخته یوسو او نه غواړو د اوږو بار واوسو

دافغانستان د صدارتي ماڼۍ بیان وایي په دغه کتنه کې امرالله صالح هم د طالبانو له لوري د افغانستان ملي امنیت ته د موجوده متوجه ګواښونو په اړه خپله ارزونه تشریح کړه او د طالبانو د ظرفیت او دا چې دوی څنګه او په کومو امکاناتو او بهرنۍ رهبرۍ دغه جګړه د افغانانو پر ضد مخته وړي، جذئیات وړاندې کړل.

دامریکایي چارواکو سره ولسمشر غني دا لیدنې په داسې حال کې کړي چې دوه ورځې دمخه امریکا پخلی کړی چې طالبانو سره یې جګړه کې یوې اوونۍ دپاره دنرمښت راوستلو تړون کړی.

دامریکې ددفاع وزیر مائیک ایسپر اوړمه ورځ خبریالانو ته ویلي وؤ افغان جګړه کې دا نرمښت دسیاسي جوړجاړي اساس جوړیدای شي.

مارک اېسپر ویلي افغان ولسمشر اشرف غني د هرڅه نه خبر ساتل شوی او غواړي چې د سولې د عمل مشري وکړي. خو اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې لیکلي په افغانستان کې سیاسي مشران غواړي د طالبانو سره بین الافغاني خبرو اترو لپاره یوه باشموله ډله جوړه شي.

Recommended

XS
SM
MD
LG