لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټولو مقدمو کې دضمانتونو باوجود منظور پشتین له بنده نه دی خوشې کړل شوی


دپښتون ژغورنې غورځنګ بندي مشر منظور پشتین په ټولو مقدمو کې دضمانت ترلاسه کولو باوجود له زندانه نه دی خوشې کړل شوی اؤ ددغه غورځنګ یو بل مخکښ مشر ښاغلی محسن داوړ هیله ښایي چې هغه به د دوشنبې په ورځ‌ له بنده ایله کړل شي.

دمنظور پشین په ضد درج درېوؤ مقدمو کې پرون دټانک اؤ ډیره اسماعیل خان ضلعي محکمو دهغه ضمانتونه منلي وؤ اؤ هیله کیدله چې له ضمانتونو وورسته به هغه د خالي په ماښام له بنده خوشې کړل شي.

خو د اتوار په ورځ دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ امریکا غږ ډیوه ته ویلي چې په منظور پشتن څومره مقدمې درج کړل شوي هغې ټولو کې یې ضمانتونه شوي خو د ټانک په محکمه کې شوې ضمانت نامې پرون جج ونه منلې اؤ دمنظور پشتین له بنده راوتل له دې امله پاتې شول.

هغه وویل د دوشنبې په ورځ به محکمه کې دمنظور پشتین د خوشې کولو دپاره نورې ضمانت نامې جمع کولی شي اؤ هیله ده چې سبا هغه له بنده راخوشې شي.

منظور پشتین د ۲۶مې اؤ ۲۷مې جنورۍ په منځ شپه پېښور کې دپولیسو لخوا نیول شوی ؤ اؤ د دوو اوونیو په جوډیشل ریمانډ زندان ته لیږل شوی ؤ.

په منظور پشتين د ډېره اسماعيل خان په سټي تاڼه کې د جنورۍ د مياشتې په ۱۸م نېټه مقدمه درج شوې او وي او ای ډيوه ته د مقدمې په ترلاسه شوي اېف ايي ار کې ويل شوي چې منظور پشتين د وزيرستان نايټ په نوم يوې دستورې ته په وېنا کې د پاکستان د رياست پرضد خبرې کړي دي.

په اېف ايي ار کې ليکل شوي "منظور پشتين په وېنا کې ویلي چې هغه د ۱۹۷۳ ائين نه مني ځکه چې دا ائين مکمل غلط او د بشري حقونو پرضد دی"

په منظور پشتين د(۵۰۶، ۱۵۳ ای، ۱۲۰ بي، ۱۲۴ ای او ۱۲۳ ای) مادو لاندې مقدمه درج شوې ده خو په دې مقدمه کې له وړاندې څخه د ډيره اسماعیل خان ضلعي محکمې دهغه ضمانت منظور کړی دی.

تیره اوونۍ محسن داوړ دامریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې پخپل یو خپور شوي مضمون کې لیکلي وؤ چې په خپل تحریک کې دوي همېشه د عدم تشدد سخت اصول خپل کړي او دوي خپل ټول ګامونه د آیین د حدونو دننه ساتلو لپاره کار کړی کوم چې په واضحه توګه باندې د وینا او غونډو کولو اجازت ورکوي. خو بیا هم د دوي د تحریک غړي بندیزونو، نیولو او په ځنې وختونو کې د وژنو سره مخ کیږي.

د پي ټي ایم مشر وايي حکومت د جنورۍ په ۲۷تمه نېټه باندې د دوي مشر منظور پشتین د غدارۍ په تورونو کې ونیولو، دا هم هغه بهانه ده چې برطانوي سامراج به په څه وخت کې په هندوستان کې استعمالوله.

محسن داوړ لیکلي په احتجاجونو کې برخه اخستونکو ددوي په مرستیالانو باندې د ملک سره د غدارۍ د تورونو لاندې مقدمې جوړولی کیږي. د پوځ په مشرۍ کې د پاکستان اسټیبلشمنټ د دومره غیرمعمولي حد پورې وړاندې تلی چې د دوي تحریک نه یې یو بده بله جوړه کړې.

خو دپاکستان پوځ اؤ حکومتي چارواکو بیا په مختلفو وختونو کې پي‌ ټي ایم هیواد سره په غدارۍ اؤ ریاستي ادارو سره په دښمنۍ تورن کړی اؤ ویلي یې دي چې هغوئ دپردیو په اشاره د پاکستان د ریاستي ادارو په ضد خلکو کې کرکه خوروي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG