د پاکستان غټ اقتصادي ښار کراچۍ د بندر (کراچۍ پورټ ټرسټ) په غاړه کيماړۍ علاقه کې د ناکاره زهرجن ګېس خورېدو له امله لږ تر لږه پينځه تنه مړه شوي دي.
د کيماړۍ جېکس علاقې د اوسېدونکو په وېنا تېر ماسخوتن ناوخته د ګېس ناکاره بوی خور شوی، او وروسته ويل شوي د دوه ښځو او يو ماشوم په ګډون لږ تر لږه پينځه تنه په مبيینه توګه د زهرجن ګېس له امله مړه شوي دي.
په علاقه کې د شخصي روغتون ضياالدين چارواکو ويلي د ګېس نه اغېزمن د ۱۰۰ پورې کسان دغه روغتون او ورسره د کراچۍ بندر (کراچۍ پورټ ټرسټ) روغتون ته وړل شوي خو د شپې ناوخته بيا د خلکو روغتون ته تګ ودرېدلی دی.
د کراچۍ ښار د يادې سيمې جنوبي زون د پوليس مشر ډي ايي جي شرجيل خان د څلورو کسانو د مړينې پخلی کړی او ويلي يې دي تر د شپې نه ده مالومه شوې چې خلک د ګېس له امله مړه شوي يا بل څه علت يې دی، او دا هم نه ده مالومه شوې چې ګېس د چرته نه راغلی دي.
د ځينو راپورونو ترمخه په بندر د يوې سمندري بېړۍ جهاز څخه ګېس خور شوی دی.
خو د بندرونو وزیر علي زېدي دغه خبرونه ردوي او وايي په بندر د هيڅ يو جهاز څخه ګېس نه دی خور شوی.
زېدي د ځايي ميډيا سره په خبرو کې ويلي که په بندر ګېس خور شوی ؤ په بندر کار کوونکي به ترې اغېزمن شوي وو، هغه وويل دوی پلټنې کوي او دا هم مالوموي چې په د بندر څنګ د سامانونو اېښودو ډېری ګودامونه دي چې هلته په پرتو څيزونو کې د کوم څيز نه خو ګېس نه دی وتلی.