لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: طالبان باید له پاکستان سره د خپلو اړیکو وضاحت ورکړي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د افغان سولې په پروسه کې د طالبانو په ارادې شک څرګند کړی او ويلي يې دي طالبان باید له پاکستان سره د خپلو اړیکو د لرلو په اړه وضاحت ورکړي.

د جرمني په میونیخ ښار کې د امنیتي کنفرانس په څنډه کې ولسمشر غني غونډې ته د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د افغان جګړې د پای ته رسېدو په تړاو وشوه هغه یې په ځواب کې ویلي ترڅو چې طالبان د سولې په پروسه کې عملا ښکیل نه شي او په وړاندې خپله ژمنتیا په عمل کې د ازمایښت په توګه ثابت نه کړي جګړه پای ته نه رسیږي.

هغه ویلي د دې اړیکو وضاحت له طالبانو ځکه غواړي چې دا ډله په پاکستان کې د اوسیدو امن ځایونه لري.

ولسمشراشرف غني وايي مونږ باید طالبان وپېژنو، دوی له افغانستان نه بهر په پاکستان کې استوګنه لري د دوی هلته د کوټې او پیښور په نومونو د مشرتابه شوراګانې لري، د پکتیا، کندهار او جلال اباد په نومونو يې نه لري.

په پاکستان له طالبانو د ملاتړ او په دغه هېواد کې دې ډلې ته د امن ځایونو د برابرېدو تازه څرګندونو ته اسلام اباد په سمدستي ډول څه نه دي ويلي خو له دې وړاندې پاکستان تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.

د طالبانو لخوا هم دغه بيان ته کوم غبرګون نه دی ويل شوی.

پاکستان وايي هڅه کوي چې په افغانستان کې سوله راشي او په دغه لړ کې خپل رول لوبوي.

د افغانستان اجراییه ريیس عبدالله عبدالله ویلي نن د ګل، دوشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا په ناسته کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې د وروستیو خبرو یادونه وکړه

نوموړي وویل (په افغانستان کې د سولې د ټنګښت لپاره خوشبختانه په دې وروستیو ورځو کې ګټور اقدمات اخیستل شوي دي او د دې پورته شوي اقداماتو په نتیجه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۷ ورځني تاوتریخوالي د کمښت په مسودې به لاس لیک کيږي).

عبدالله عبدالله ویلي وروسته له هغې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه لاس لیک شوه بېن الافغاني مذاکرات پېل کیږي او په دې سره به په افغانستان کې دایمي سولې ته زمینه برابره شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ له تېر شاوخوا یو نیم کال راهیسې د سولې مذکرات روان دي.

راپورونه وايي د سولې په توافقه نامه کې چې د مذاکراتي ډلو ترمنځ لاس لیک کیږي دتاو تریخوالي کمښت ،بېن الافغاني مذاکرات، له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل او د افغانستان خاوره د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د نورو پرضد د نه استعمال مسایل یاد شوي خو تراوسه یې په رسمي توګه د توافق نامه کې شامل موضوعات نه دي په ډاګه شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG