لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين د خوشي کولو په ځای په بله مقدمه کې عدالت ته وړاندې کړی شو


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پشتين په شپږو مقدمو کې د ضمانت منظورېدو وروسته هغه نن په بله مقدمه کې عدالت ته وړاندې کړی شوی دی.

د منظور پشتين وکيل اختر سعيد وايي چې په پشتين د ډېره اسماعيل خان پوليسو کومه مقدمه جوړه کړې او هغه پکې نيول شوی په دغه مقدمه او ورسره په نورو پينځه ؤ مقدمو کې د هغه ضمانتونه منظور شوي او نن د ګل، دوشنبې په ورځ دوی هيله لرله چې هغه به په ضمانت خوشی شي.

خو وي اوای ډیوه سره په خبرو کې اختر کې وويل منظور پشتين پوليسو نن په بله مقدمه کې مجسټرېټ ته مخامخ کړو او په بله مقدمه کې يې ګرفتاري ښکاره کړی شوه.

نوموړي وويل پکار وه چې پشتين نن خوشی شوی خو اختر تور لګوي چې د بدنيتي په اساس د هغه پرضد بله مقدمه راوويستل شوه او هغه پکې عدالت ته وړاندې کړی شو.

د پي ټي اېم د وکيلانو په وېنا په مشر منظور پشتين په ټول ملک کې نزدې ۴۶ مقدمې درج کړی شوي دي.

وکيلان وايي د بنو پوليس هم د ډېره اسماعيل خان د پوليسو سره تماس نيولی چې په منظور پشتين هلته هم مقدمه درج ده او دوی ته هم پکار دی.

د منظور پشتين د نيولو پرضد او خوشي کولو په موخه پرون د اتوار، یکشنبې په ورځ په ډېره اسماعيل خان کې يوه غټه احتجاجي جلسه هم شوې وه.

جلسې ته په وېنا کې د پي ټي اېم مشرانو د طالبانو پخواني وياند احسان الله احسان او د جېش محمد تندلارې ډلې د مشر مسعود اظهر نومونه اخيستي او ويلي يې دي دلته جنګيالي تندلاري خوشي کول کيږي خو پرامنه مبارزه کوونکي بيا په زانونو کې اچولی شي.

بل لورته د اسلام اباد هايکورټ د پي ټي اېم د هغو ۲۳ فعالانو مقدمه ختمه کړې کومه مقدمه چې د منظور پشتين د نيولو پرضد د مظاهره چيانو خلاف درج کړی شوې وه.

د پاکستان حکومتي مامورين او پوځ په پي ټي اېم تور لګوي چې د بهر هېوادونو څخه ورته پېسې راځي او د پي ټي اېم په غړو بيا زياتره د رياست پرضد د نعرو يا بغاوت او ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې درج کول کيږي.

خو پي ټي اېم وايي دوي د ائين او قانون لاندې د خپلو حقونو دپاره په پرامنه ډول مبارزه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG