د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعيل خان کې د پوليس په ګاډي چاؤدنه شوې يو بوليس سرتېری پکې وژل شوی او دوه نور پکې ژوبل شوي دي.
د پولیسو په وېنا دا پېښه د ډېره اسماعيل خان په کلاچي تحصيل کې شوې ده.
ځايي ميډيا د ډېره اسماعيل خان د پوليس مشر (ډي پي او) واحد محمود له قوله وايي چې د پوليس دغه موبايل په علاقه کې د پولیو ضد څاڅکو ورکوؤنکو ټیمونو د ساتنې دپاره موجود وو.
په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.
پوليس چارواکو ویلي نن د نهې، سه شنبې په سهار د پوليس موبايل په علاقه کې موجود ؤ او د ريموټ کنټرول د لارې پرې چاؤدنه شوې ده.
په پېښه کې ژوبل پوليس سرتيري د ډېره اسماعيل خان روغتون ته وړل شوي دي.
پوليس ويلي د پېښې وروسته يې علاقه په ګېره کې اخيستې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان د پېښې غندنه کړې ده.
په پاکستان کې د پرون ګل، دوشنبې د ورځې راهسې په ټول ملک کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل کړی شوی دی.
د پاکستان په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت د پوليو د کمپاين په ټيمونو او د هغو په ساتونکو پوليسو وژونکي بریدونه کيږي.