لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني: د سولې وروستۍ پریکړه به د افغانستان خلک کوي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي د سولې په اړه د وروستۍ پریکړې واک د افغانستان خلک لري او په اړه به یې پریکړه هم د هغوی لخوا کیږي.

نوموړي د بیلابیلو امنیتي ادارو د مشرانو یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ویلي ناټو او نړیواله ټولنه ژمنه ده چې د افغان امنیتي ځواکونو هر اړخیزه ملاتړ ته به دوام ورکوي.

د میونیخ امنیتي کنفرانس څخه هېواد ته د را ستنېدو وروسته ولسمشر غني د پوځ او امنیتي ادارو له جګپوړو چارواکو سره غونډې ته په وینا کې وویل که له افغانستان څخه شاوخوا څلور زره امریکايي پوځیان وځي هم نو د هېواد پر امنیتي حالت هیڅ کوم اغېز نه شي لرلی.

راپورنه وایي دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي او که د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه لاس لیک شوه یوه برخه د امریکا د پوځ به په افغانستان کې پاتې وي.

راپورونه وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د امن د خبرو په تړون لاسليک ښايي د دې مياشتې (فرورۍ) په اخره کې وشي.

ويل کيږی په تړون کې د یوې اونۍ د تاوتریخوالي کمښت له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، بېن الافغاني مذاکراتو پېل او د افغانستان خاوره د ترهګریزو کړنو لپاره د نه استعمال او ځیني نور موضاعت شامل دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د افغان امنیتي ادارو په ګډون یوې ځانګړې غونډې ته په خبرو کې د سولې هوکړې ته د امریکا او طالبانو د نزدې کېدو په تړاو وویل کومه تګلاره چې افغان حکومت د جګړې په تړاو د پوځ پرمټ مخته یوړه د دې لامل شوه چې طالبان یې د تاو تریخوالي کمولو ته اړ کړل.

اشرف غني تیره ماښام په ارګ کې جوړې شوې غونډه کې ویلي افغان حکومت چمتوالی لري چې د سولې له دې رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي او په وینا یې اوس د طالبانو وار دی چې له دې فرصته استفاده کوي او که نه کوي.

د ارګ نه په خپاره شوي بیان کې ولسمشر غني ویلی د افغانستان حکومت به د سولې مذاکراتي پلاوی له یوه څرګند او اصولي لیدلوري سره په مذاکراتو کې برخه اخلي.

راپورونه وايي د سولې موافقې ترلاسلیک لس ورځې وروسته به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ بېن الافغاني مذاکرات کیږي خو تراوسه د دې کره نیټه او د ځايي په اړه رسمي مالومات مخې ته نه دي راغلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG