لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې له ناڅرګند زهرجن ګېسه 14 تنه مړه او سلګونه اغېزمن


واشنګټن ــــ د پاکستان د صنعتي ښار کراچۍ د سمندري بندر په سیمه کیماړۍ کې له تېرو دوو ورځو راهیسې یو زهرجن ګېس خپور شوی چې له کبله یې د سیند د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه ۱۴ تنه مړه شوي او شاوخوا درې سوه تنه ورڅخه اغېزمن شوي دي.

دغه زهرجن ګېس د تېر اتوار له شپې راهیسې خپور شوی چې له کبله یې خلک په سالنډۍ اخته شوي، خو چارواکي وایي تر اوسه یې دا نه ده معلومه کړې چې دا ګېس له کومې خوا را وځي او دا څه ډول ګېس دی.

د کراچۍ د کیماړۍ د اغېزمنې سیمې اوسېدونکو د نهې- سه شنبې په ورځ په جېکسن مارکیټ نومي سیمه کې احتجاج کړی او له حکومته یې جواب غوښتی چې د زهرجن ګېس د خپرېدو سبب معلوم کړي او ژر تر ژر یې مخه ونیسي چې د نورو خلکو د مړینې سبب نه شي.

د کراچۍ کمیشنر افتخار شلواني د نهې- سه شنبې په ورځ د سیند د بلدیاتو له وزیر سید ناصر حسېن شاه سره یوې ګډې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، د ګېس خپرېدو د علت او پېژندنې په اړه پر بېلابېلو لارې غور کوي خو وایي تر اوسه ورته معلومه نه شوه چې ګېس له کومه ځایه را وځي او دا څه ډول ګېس دی.

له دې زهرجن ګېسه اغېزمن سلګونه کسان په تېرو دوو ورځو کې د ښار جناح، ضیاءالدین، سېول او نورو روغتونونو ته وړل شوي دي. د ضیاءالدین روغتون ویاند عامر شهزاد وایي، د دوی په کېماړۍ روغتون کې بستر نهه تنه په تېرو دوو ورځو کې مړه شوي‌ دي.

د کراچۍ د کېماړۍ په جیکسن پولیس تاڼه کې د دغو کسانو د مړینې مقدمه درج شوې چې پکې پر نامعلومو کسانو د زهرجن ګېس یا کېمیکلز د خپرولو تور لګول شوی دی. پولیس وایي، له دې زهرجن ګېسه اغېزمن دوه نور کسان د ښار په کټیانا روغتون کې هم مړه شوي دي.

عامر شهزاد وایي د دوی روغتون ته ۲۵۰ اغېزمن کسان وروړل شوي وو چې وایي یواځې د ګل- دوشنبې په ورځ‌ ورته ۱۰۰ تنه وروړل شوي وو، چې وایي اوس یې اکثر تر علاج وروسته بیرته رخصت کړي‌ دي.

د عامر شهزاد په وینا کوم اغېزمن کسان چې د کراچۍ د کیماړۍ له بېلابېلو سیمو روغتون ته وروړل شوي، په هغوی کې ځینو په ساه اخیستلو کې ستونځه لرله، د ځینو سر ګرځېده او ځینو کی یا الټي وهله.

د سیند صوبې وزیراعلی مراد علي شاه بېګا شپه له زهرجن ګېسه د کېماړۍ د اغېزمنې سیمې اوسېدونکو ته امر کړی چې خپل کورونه خالي‌ کړي ځکه چې وایي هلته اوس هم د ګېس بدبویي نه ده ختمه شوې چې له کبله یې نور خلک اغېزمن کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG