لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کوټه کې د پروني ځانمرګي برید په ضد پښتونخوا ګوند کاربندیز او پي ټي ایم احتجاجونه کړي


په کوټه کې د پروني ځانمرګي برید په ضد پښتونخوا ګوند کاربندیز او پي ټي ایم احتجاجونه کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:12 0:00
په کوټه کې د فرورۍ د ۱۷مې د ځانمرګي برید په ضد پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اکثرو سیاسي ګوندونو او تاجرانو په ملاتړ کاربندیز کړی چې ټول کاروباري مرکزونه تړلي وو. د دې ګوند سنېټر عثمان کاکړ د بلوچستان حکومت په امنیت راوستلو کې ناکامه بللی.
بل لور ته پښتون ژغورنې غورځنګ هم د کوټې ښار په ګډون د صوبې په اکثرو پښتني سیمو کې د پرونۍ چاودنې په ضد احتجاجي مظاهرې کړې دي او له حکومته د پښتنو په سیمو کې د امنیت د ټینګښت او د ترهګرۍ د ختمولو غوښتنه کړې ده.
په پرونۍ پېښه کې اووه تنه وژل شوي او شاوخوا دېرش تنه پکې ټپیان شوي وو خو تر اوسه یې ذمه واري کومې ډلې پر غاړه نه اخیستې.
XS
SM
MD
LG