لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ کې د ترهګرۍ په ضد پر نېشنل اېکشن پلان د بشپړ عمل غوښتنه شوې


واشنګټن ــــ په کوټه کې د وروستي ځانمرګي برید په تړاو د حکومتي کابینې او بلوچستان اسمبلۍ په جلا غونډو کې د صوبې پر وروستیو خرابو امنیتي حالاتو اندېښنه څرګنده شوې او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره پر سختو اقداماتو اخیستلو ټینګار شوی دی.

د نهې- سه شنبې په ورځ‌ په بلوچستان اسمبلۍ کې اکثرو اپوزیشن او واکمنو ګوندونو په کوټه کې د وړمې ورځې ځانمرګی برید غندلی او په غونډه کې له حکومته غوښتنه شوې چې د ترهګرو په ضد د نېشنل اېکشن پلان له مخې دې ګړندي ګامونه پورته کړي.

د فرورۍ په ۱۷مه د کوټې پریس کلب او کچارۍ ته نیژدې یو ځانمرګی برید وشو چې د پولیسو په ګډون اته تنه پکې وژل شوي او شاوخوا ۳۰ دېرش تنه پکې ټپیان شوي وو، خو د دې برید ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

غونډې ته په وینا کې د جمعیت علمای اسلام ګوند غړي او د اپوزیشن مشر ملک سکندر ایډوکېټ ویلي، په کوټه ښار کې امنیت دومره خراب دی چې وایي هیڅوک هم دا هیله نه لري چې ماښام به کور ته روغ رمټ‌ ستون شي:

"چې حالات داسې وي نو ذمه وارو [حکومت او امنیتي ادارو] ته خو به ګوته نیول کېږي چې هغوی څه کوي، حکومت د خلکو د سر او مال د خوندي ساتلو ذمه وار دی، اخلاقي او آییني غوښتنه هم دا ده چې که کوم حکومت پخپل کار کې ناکامه شي نو هغه استعفی ورکړي".

د بلوچستان په ایتلافي حکومت کې د شامل عوامي نېشنل ګوند غړي اصغر خان اڅکزي په غونډه کې ویلي "دا [ترهکري] هغه وخت ختمېدای شي چې که موږ د نېشنل اېکشن پلان پر ټولو مادو بشپړ عمل وکړو بیا ځنې خلاصېدای شو".

په غونډه کې د تحریک التوا تر وړاندې کېدو وروسته په صوبه کې پر امنیتي حالاتو باندې د بحث په وخت اکثرو اپوزیشن ګوندونو د بلوچستان اوسنی حکومت د امنیت په ټینګښت کې ناکامه بللی او ویلي یې دي چې د اربونو روپیو په لګښت پیل کړې "سېف سیټي" [خوندي ښار] منصوبه یې تر اوسه نه ده بشپړه کړې.

اپوزیشن ګوندونو په دې اړه هم اندېښنه څرګنده کړې چې په غونډه کې د صوبې پر امنیتي حالاتو بحث کېده خو غونډې ته وزیراعلی او د هغه د کابینې ځینې وزیران نه وو ورغلي. په غونډه کې د بلوچستان نېشنل ګوند غړې شکیله نوید دهوار په وروستي ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو پر مړینه ژړغونې شوه او ویې ویل:

"تاسې له هغو خلکو پوښتنه وکړئ چې په کورونو کې درد او غم دی، له ما سره هغه ټکي نه شته چې د دوی لپاره یې وکاروم، که چېرې حکومت سنجیده وای نو د اسمبلۍ ټولې څوکۍ به نن خالي‌ نه وای او ذمه وار وزیران به دلته ناست وای".

بل لور ته د بلوچستان د وزیراعلی جام کمال خان په مشرۍ هم په صوبه کې د خرابو امنیتي حالاتو په اړه د حکومتي کابینې غونډه شوې چې پکې د ښار د خوندي ساتلو پر حکومتي منصوبه خبرې شوې دي.

وزیراعلی د دې غونډې پر نه بشپړېدو سخته خواشیني څرګنده کړې او په سمدستي توګه د دې منصوبې د بشپړه کېدو منظوري یې ورکړې ده.

د اسمبلۍ په غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند یواځیني غړي نصرالله زېري هم د صوبې پر امنیتي حالاتو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ترهګري له قبایلي ضلعو او خیبرپښتونخوا اوس بلوچستان ته ور منتقل شوې او وایي په دې اړه د حقایقو د پلټلو لپاره د یوې کمېټۍ جوړېدو غوښتنه کړې خو حکومت ورته توجه نه ده کړې:

"د نېشنل اېکشن پلان پر ۲۲ مادو دې عمل وشي او د بندو دروازو تر شا دې موږ ته تفصیلي معلومات راکړل شي چې د ترهګرۍ تر شا پټ عوامل څه دي".

د سېف سیټي [خوندي ښار] په نامه د کوټې ښار د محفوظ ساتلو منصوبه د بلوچستان اوسني حکومت پیل کړې چې ۲ اربه ۴۸ کروړه روپۍ خرڅه ورباندې راځي. غونډې ته ویل شوي چې د دې منصوبه په بنیاد به د کوټې ښار امنیتي نظام له فایبرآپټیک سره وتړل شي، ۱۴۲۶ پټې کېمرې به لګول کېږي او داسې ترمل کېمرې به هم لګوي چې په تیاره کې څار کولای شي.

د سېف سیټي منصوبې له مخې به په کوټه ښار کې د تګ راتګ پر شپږو ځایونو د امنیت لپاره اغېزمن نظام پرانیستل شي او پر دغو ځایونو به داسې نوې کېمرې ولګول شي چې د موټرو د نمبرپلېټ په وسیله به سمدستي ټول معلومات د امنیتي ادارو تر کنټرول روم پورې رسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG