لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني:اجازه نه ورکوو چې طالبانو سره سوله د بلې جګړې د پیل لامل شي


افغانستان کې سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ د افغانستان اؤ پاکستان دپاره دالمان ځانګړي استازي مارکوز پوټزل دافغان ولسمشر اشرف غني سره جلا،جلا لیدنې کړي اؤ افغانستان کې د سولې په کیدونکي تړون یې ورسره خبرې اترې کړي دي.

ولسمشر غني دافغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی چې د سولې له خبرو هیڅ ډول ډار ونه لري او د سولې هره مرحله خپل قید او شرط لري چې دهمدغو شرایطو پر اساس به تاوتریخوالی کمېږي چې بالاخره به د اوربند لامل شي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې دچهارشنبې په ورځ افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد اؤ د افغانستان اؤ پاکستان دپاره دالمان ځانګړي استازي مارکوز پوټزل سره جلا،جلا کتنو کې د تاوتریخوالي د پام وړ کمولو پر جزئیاتو او د افغان حکومت له لوري د هغه د مدیریت د څرنګوالي په اړه خبرې اترې شوي دي.

دبیان له مخې ډاکټر خلیلزاد د هغو ګامونو په اړه چې د تاوتریخوالي له کمولو وروسته اخېستل کېږي،ښاغلي اشرف غني ته معلومات ورکړل.

همدغه راز اشرف غني په دواړو لیدنو کې د مونیخ له ناستې وروسته د والیانو، امنیتي او دفاعي سکتور رهبرۍ، د قول اردوګانو او ولایتونو امنیه قومندانانو او د ولایتي شوراګانو له مشرتابه او غړیو سره د سولې ترسره شوې مشورتي غونډې ګټورې او ارزښتمنې وبللې وې ویل، په دې اړه به د مشورو لړۍ دوام ولري.

په عین حال کې ولسمشر اشرف غني د سولې په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې د هیواد د ولایتي شوراګانو مشرتابه او غړیو سره هم لیدلي اؤ هغوئ ته یې پخپله وینا کې ویلي چې په جمهوریت او د وګړو په حقونو معامله نه کېږي او د سولې هره پرېکړه به د ملي شورا او د اړتیا په صورت کې د لویې جرګې او رایې له لارې کېږي او نوی نسل هیچاته اجازه نه ورکوي چې په حقونو یې معامله وشي.

دافغانستان صدارتي ماڼۍ خپل بیان کې ویلي چې حکومت د سولې په مذاکراتو کې د مشورتي لویې جرګې په پرېکړو ولاړ دی او په هره مرحله کې به له خلکو سره مشوره کېږي او زیاته یې کړه، هیڅ اجازه نه ورکوو چې طالبانو سره سوله د بلې جګړې د پیل لامل شي.

دافغانستان دسولې په اړوند ولسمشر اشرف غني د مشورو اؤ لیدنو دا لړۍ په داسې حال کې چټک کړې ده چې تیره ورځ په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي وؤ چې امریکا سره دسولې کوم تړون ته رسیدونکي دي په هغې کې افغان دولت سره دمذاکراتو هیڅ ذکر نشته.

طالبانو دتیرو قابو دوؤ کالو راهسې قطر کې امریکا سره د سولې خبرې پیل کړي اؤ دواړه خواوې وايي چې اوس دسولې په یوه غوڅ تړون موافق شوي چې ډير زر به پرې لاسلیکونه وکړل شي.

طالبانو تیره اوونۍ امریکایي پوځ سره یوې اوونۍ دپاره افغانستان کې د تشدد د کچې په راټيټولو هم موافقه کړې اؤ امریکایي چارواکي دتشدد دکچې راکمول د دائمي سولې دلارې هواریدو په معنا عمل بولي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG